جوزجان: داعشي ملیشو شاوخوا ۷۵ ښوونځي تړلي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی۱۴ فرید افغان)
د جوزجان ولایت ځایي چارواکو رسنیو ته ویلي چې داعشیانو د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې لسګونه ښوونځي تړلي او استادانو او شاګرادان یې مکاتبو ته په تللو ګواښلي دي .
د جوزجان د پوهنې رییس عبدالحي یشین رسنیو ته ویلي چې داعشي ملیشو په درزاب او قوشتپې ولسوالیو کې عام خلک د یوې ابلاغیې په مټ ګواښلي چې خپل ښوونکي او شاګردان دې له ښوونځیو را وګرځوي.
د جوزجان د ولایتي شورا غړې حلیمهصدف کریمي د داعشي ملیشو پر فعالیت اندېښنه ښودلې او په وینا یې چې دې وسلهوالې ډلې په درزاب او قوشتپې ولسوالیو کې ۷۵ د هلکانو او نجونو د لېسو، منځنيو او ابتدایه ښوونځيو د تړلکېدا تر څنګ خلک هم په ښوونیزو هڅو ګواښلي
د کریمي په وینا، دا ښوونځي پهداسې حال کې تړل شوي، چې سبا د (سنبلې پر ۱۵مه) پهدې ولایت کې نوی ښوونیز کال پیلېږي؛ خو دې ډلې وار له مخې ټولو ښوونکیو او زدهکوونکیو ته خبرداری ورکړی، چې ښوونځیو ته نهشي تللی او خپل ژوند دې په ګواښ کې نه اچوي.
د درزاب ولسوال رحمت الله حشر رسنیو ته ویلي چې د کال له پیله هیڅ ښوونکي او شاګردان ښوونځیو ته ندي تللي.
د پوهنې ریاست ویلي چې دې ډلې شاوخوا ، ۴۷ ښوونځي په درزاب او ۲۸ په قوشتپې ولسوالۍ کې تړليدي.
د دې دواړو ولسوالیو په ۷۵ تړلو شویو ښوونځیو کې ۳۰ هغه یې د نجونو دي، چې په ټولو ښوونځیو کې ۲۶ زره زدهکوونکیو ته ۷۸۰ ښوونکیو زدهکړې ورکولې.
دسیمې خلک وایي په سیمه کې داعشیان د دوستم او عطا وسلوالې ملیشې دي چې په دې توګه غواړي په سیمه کې خپل نفوذ وغځوي ترڅو له یوې خوا د طالبانو پرضد ځانونه تقویه کړي او ورسره خپلو ورکړل شویو پلانونه ته ورسیږي.
دا لمړی ځل ندی چې د جوزجان سیمیز چارواکي د ښوونځیو له بندیدلو شکایت کوي بلکه ترې وړاندې هم دې ډلې پراخ ښوونځي په دې پلمه چې د دوی له لوري نوی نصاب راځي تړلي و.



