کندوز: په چهاردره ولسوالۍ کې د ملکيانو په کورونو بمباري شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۱۴ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د هیواد پدې نا آرام ولایت کې یوځل بیا د سیمې عام کلیوال په نښه شوي دي.
ځایي سرچینې وایي چې تیره شپه ګډوځواکونو د دې ولایت د چهاردرې ولسوالۍ اړوند سجاني سفلی سیمه کې د ملکي خلکو په کورونو وحشیانه چاپې وهلې دي
د سیمې وګړو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې امریکایانو یې په کلي باندې په داسې حال کې چې هیڅ وسلوال هم نه و موجود، سخته بمبارۍ کړې، چې له امله یې ۱ مسجد او ګڼ شمیر کورونه ویجاړ شوي دي .
د بمبارۍ له کبله خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمیره نده څرګنده .
باید وویل شي چې د اختر په دوهمه ورځ هم په دې ولایت کې امریکایي الوتکو د ملکیانو په کورونو بربدونه کړي و چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

پدې وروستیو کې د هیواد په مختلفو ساحو کې امریکایانو توندې هوایي بمبارۍ پیل کړې چې آن کله د یوه وسلوال پخاطر ټول کلی هم بمباروي.
وروستۍ بیلګې یې د هرات، لوګر، ننګرهار، کندوز او هلمند ولایاتو کې وې.
د یادولو ده چې تیره ورځ واشنګټن پوسټ امریکایي ورځپاڼې د پنټاګون د چارواکو له قوله خبر ورکړی و چې دا هیواد غواړي افغانستان ته د B۵۲ ډوله الوتکو په ګډون یو شمیر لویې بم غورځونکې الوتکې را واستوي ترڅو د مخالفینو پر وړاندې هوایې حملې لا چټکې کړي.
د شنونکو په باور امریکا د وروستي ځل لپاره د مخالفینو پر وړاندې په هوایي حملو خپل زور ازمایي ځکه په تیرو ۱۶ کالونو کې یې هره حربه له ناکامۍ سره مخ شوې او اوس غواړي له دې لارې هم ځان ښوودنه وکړي تر څو د یو فشار په توګه یې د مخالفینو پر وړاندې وکاروي، خو د چارو د څارونکو په آند د امریکا دا ستراتیژي به خپله د دوی په زیان تمامیږي ځکه د کلیو کورونو بمبارول د یوه ملت پر وړاندې جګړه ده او پوځونو کله هم د ملتونو پر وړاندې جګړه نده ګټلې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button