شمالي کوریا: دمختلفو اتومي بمونو په درلودلو سره بشپړ اتومي هیواد اعلان شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۵ فرید افغان)

شمالي کوریا د هغو هیوادونو په لړلیک کې ځان شمیرلی چې بشپړ اتومي قدرت لري.
دې هیواد د یکشنبې په ورځ یو لوی هایدروجني بم چې شاوخوا هیوادونه یې هم ولړزول وآزمایه.

شمالي کوریا تیره ورځ اعلان وکړ چې ” د بین القاروي، اتومي او هایدروجني بمونو په لرلو سره بشپړ اتومي لرونکی هیواد شو.”

شمالي کوریا امریکا ته خبرداری ورکړی چې د لمنځه وړولو لپاره یې د “تحفو نورې کڅوړې” هم لري، او په خبره یې چې د ستر مقناطیسي بم په درلودلو سره کولی شي چې د امریکا ټول کمپیوټري سیستم له منځه یوسي.
شمالي کوریا داسې مهال د خپل ځواک ښوودنه کړې چې د ملګرو ملتونو لخوا پدې هیواد د نورو بندیزونو په هکله هم غور کیږي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتریش تیره ورځ رسنیو ته وویل چې د شمالي کوریا د اتومي وسلو پروګرام نړۍ ته تر ټولو جدي خطر دی او خبرداری یې ورکړ چې ” پارونکي بیانونه د ناوړه عواقبو سبب کیږي.”

د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړه چې امریکا باید له سیاسي لارو له دې هیواد سره توافق ته ورسیږي او ” د ممکنه نظامي اقدام عواقب به دواړو هیوادونو ته ډیر ناوړه وي.

دا پداسې حال کې ده چې تیره ورځ امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ جاپان او جنوبي کوریا ته لارښوونه وکړه چې د خپلې دفاع لپاره دې له واشنګټن څخه لا زیاتې وسلې واخلي .
د شمالي کوریا د اتومي پروګرام د پنځیدو سره په امریکا کې ویره خپره شوې چې هسې نه دا هیواد پرې ناڅاپي برید وکړي.
د چارو څارونکي وایي چې که د دواړو لوریو ترمنځ جګړه ونښته ښایي شمالي کوریا په کنډواله بدل کړي، خو امریکا به هم له خپل ټول نظامي ځواک نه وغورځوي او ښایي میلونونه امریکایان د دې جګړې قرباني شي.
د رسمي شمیرو ترمخه شمالي کوریا شاوخوا ۱۰ تر ۱۵ اتومي وسلې لري چې امریکا بیا د ۶۰۰۰ څخه ډیرو بیلابیلو اتومي وسلو په درلودلو سره په نړۍ کې دوهم ځای لري.
ځینې امریکایي سیاسيون بیا داچاره کلیشوي خبرې بولي او په وینا یې چې داسې هسې رسنیز ګواښونه دي او ښایي د عمل په ډګر کې هیڅ پیښ نشي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button