پروان: له امریکایي الوتکو څخه د طالبانو پرضد له سپکاوي ډکې پاڼې شیندل شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۵ فرید افغان)

راپورونه وایي چې امریکایي الوتکو د پروان ولایت په ځینو سیمو کې امریکایي الوتکو داسې پاڼې شیندلې چې پکې په لوی لاس مقدساتو ته سپکاوی شوی او خلک د طالبانو پرضد وسلوالې مبارزې ته رابلل شوي دي.

په پاڼو کې له خلکو غوښتل شوي چې د ایتلافي ځواکونو ترڅنګ دې ودریږي او په څنډو کې یې قرآني آیات او د طالبانو په بیرغ کې د توحید لیکل شوې کلمه راوړل شوې چې پسې وروسته یې د سپي او زمري څېرې هم انځور کړې چې د دې کلمې له منځه وړل غواړي.

له پیښې وروسته د امریکايي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو قومندان جنرال جیمز لینډر ددغه کار له امله بښنه غوښتې او ویلي یې دي چې ، موږ ددغه تېروتنې له امله بښنه غواړو او ددغه کار هر اړخیزه څېړنه کوو.

د یادولو ده چې څو ورځې وړاندې هم په ځینو ولایاتو کې د امریکایانو لخوا تبلیغاتي پاڼي شیندل شوې وې چې پکې د طالبانو د پخواني مشر ملا اخترمحمدمنصور د ملګرو لخوا خلکو ته د اختر د مبارکۍ ترڅنګ له خلکو غوښتل شوي و چې د امریکایي عسکرو سره یوځای دې د طالبانو پرضد راپورته شي.
مقدساتو ته د سپکاوي دا لمړی ځل ندی بلکه ترې وړاندې هم د ګډوځواکونو له لوري په ځلونو قرآنکریم او نورو مقدساتو ته سپکاوی شوی و، چې وروستۍ بیلګه یې میاشت وړاندې د ملي اردو یوه روزنیز کمپ کې عسکرو ته د داسې جرابو ورکړه وه چې پرسر یې کلمه لیکل شوې وه چې بیا پوځیانو د دې له امله لاریون هم وکړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button