مات زړګی

عرفان الله عرفاني
مات زړګی
ډېرو مات کړی مې زړګی دی ته يې مه ماتوه!
نور خو له غمه لېونی دی ته يې مه ماتوه
دا ځل يې ته درسره واخله امانت جانانه
ګوره چې ډېر نازک غمی دی ته يې مه ماتوه
څو واره مخکې د بېلتون غشو زخمي زخمي کړ
لکه د ګل غوندې تنکی دی ته يې مه ماتوه
ورباندې وکړه د چنار په څېر د مينې سيوری
د کليوال ګودر منګی دی ته يې مه ماتوه
نور خو څه نه لرم يو زړه دی دا هم تاته ډالۍ!!!
د ښاپېرۍ د لاس بنګړی دی ته يې مه ماتوه
په دومره خلکو کې مې سترګې ياره تاته اوړي
ستا ( عرفاني ) خو سکنی دی ته مې ماتوه



