ګارډین: دهرات او لوګر پیښو ته په کتو سره ښایې په ولسي خلکو بمبارۍ لازیاتې شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۱۵ فرید افغان)
ګارډین ورځپاڼې تیره ورځ یوه مقاله خپره کړې چې پکې یې په ولسي وګړو د امریکایي بمباریو د ډیرښت وړاندوینه پکې شوې ده.
ګارډین لیکي د امریکا د نوې ستراتیژي سره سم به نور امریکایي ځواکونه د مخامخ جګړې پرځای، د بی ۵۲ ډوله او نورو لویو الوتکو په مټ وسلوالې ډلې په نښه کوي چې دا چاره به ملکي تلفات هم بیساري زیات کړي.
ورځپاڼه زیاتوي د هرات د شینډنډ او د لوګر پېښو ته په کتو سره چې د امریکايي ځواکونو لخوا ترسره شوې په دواړو بریدونو کې هیڅ وسلوال نه و او یواځې ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.
امریکایان غواړي په قطر کې له خپلې نظامي اډې څخه د سترو الوتکو پرمټ وسلوال په نښه کړي چې داچاره به خونړۍ پیښې رامنځته کړي.
د ورځپاڼې په باور د ملکي تلفاتو د لوړېدو په صورت کې به د ولس او حکومت ترمنځ واټن ډېر شي او خلک به له امریکايي حضور کرکه وکړي.
چې پدې سره به د ملت او حکومت ترمنځ جګړه رامنځته شي امریکایان به هوایي عملیات کوي او دولتي ځواکونه به مخامخ جګړې، چې تلفات به یواځې افغان ولس ګالي او بس



