د هېواد په تودو سيمو کې نوى ښوونيز کال پيل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۵): د هيواد د تودو سيمو دولايتونو د ښوونځيو نوى تعليمي کال نن چهارشنبه د سنبلې په ۱۵ د ښوونځيو د زنګونو په کړنګولو سره پيل شو.

د تودو سيمو د تعليمي کال د پيل په مراسمو کې د ننګرهار په ګډون په بېلابېلو ولايتونو کې غونډې جوړې شوې وي، چې پکې ولايتي چارواکو ګډون درلود او ژمنې يې وکړې، چې په جګړو کې زيانمن شوي ښوونځي به ژر ترژره ورغول شي.

د راپورونو له مخې د هېواد په ډيری ولايتونو کې سلګونه ښوونځي ودانۍ نه لري او تر شنه اسمان لاندې پکې زده کړې کېږي.

دغه راز د ځينو ولايتونو د پوهنې چارواکي وايي، چې د يو شمير سيمو ښوونځي د دولتي ځواکونو له لوري د پوستو او مرکزونو په ډول کارېږي.

د نوي تعليمي کال په جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار والي ګلاب منګل وويل:«له بده بخته چې د داعش په جګړه کې مو د ښوونځیو یو شمېر ودانۍ زیانمنې شوي او زموږ هڅه دا ده چې د حکومت او نړېوالو مرستندویه ادارو په همکارۍ یې ورغوو.»

ننګرهار کې شاوخوا یو میلون زده کوونکي ښوونځیو ته ځي چې ډېری هغه يې ودانۍ نه لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button