نيمروز: د پوليسو يو لوړپوړی چارواکی وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۵): د نیمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې د يوې چاودنې په ترڅ د پوليسو يو لوړ پوړی قومندان غلام سخي علي زاده وژل شوی دی.

سيمه ييز چارواکي وايي، چې د زرنج- دلارام لويې لارې قومندان غلام سخي علي زاده باندې نن سهار مهال د يادې ولسوالۍ په شش ابه سيمه کې چاودنه وشوه، چې نوموړی او يو پوليس پکې وژل شوي دي.

د دغه ولايت امنيه قومندان مل پاسوال خواجه غلام جيلاني پېښه تائيد کړې او زياتوي چې پر نوموړي قومندان د ګزمې پرمهال چاودنه شوې او ځای پرځای وژل شوی دی.

د خاشرود ولسوالۍ په ډیرو سيمو وسله وال طالبان واکمن دي، چې وخت ناوخت په دولتي ځواکونو چاودنې او بريدونه ترسره کوي.

خو تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button