که غاصبینو ته محکمه جوړه شي، نورې ځمکې به هم غصب شي

  تبصره 

د بن د غونډې په پایله کې چې پر افغان ولس د کرزي حکومت وروتپل شو، د بیا ابادولو او پرمختګ پر ځای رشوت او د ځمکوغصب وده وکړه. اداري فساد تر دې حده ورسېد چې په فساد کې افغانستان اول نمبر شو او تر ټولې نړۍ زیات جرمونه په افغانستان کې ثابت شول.

د کرزي په حکومت کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې دفتر جوړ شو، خو تر نورو اداري فسادیانو د جوړ شوي دفتر مامورین او مسئولین زیات په فساد کې ککړ شول او تراوسه پورې لا ککړ دي. ورځ تر بلې په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژنو تر څنګ پر اداري فساد د ککړو کسانو شمېر هم مخ په زیاتېدو دی.

اوس د اشرف غني حکومت اعلان وکړ چې د ځمکو د غاصبینو پر خلاف یوه ځانګړې محکمه جوړوي او د دې ځانګړې محکمې له لیارې به له غاصبینو سره حساب کېږي. دا پرېکړه د دې لپاره وشوه چې په تېره کرزي دوره او د دوه کالو په دوران کې چې کومې ځمکې غصب شوې دي، هغه به له غاصبینو راګرځول کېږي.

د موجوده حکومت د قانون د حاکمیت عالي شورا د ځمکې د غصب د مخنیوي لپاره د یوې ځانګړې محکمې د جوړولو وړاندیز کړی چې په ښه او ګټوره توګه د ځمکې د غصب له عاملانو سره مبارزه وکړي.

 د مبارزې نوم چې واخیستل شي د هر چا په زړه کې دا راګرځي چې قانون به نافذ او هر سرغړوونکي ته به خپله سزا ورکړل شي، خو په موجوده حکومت کې د قانون خاوندانو قانون تر پښو لاندې کړی دی. هغه اشخاص غیر قانوني کارونه کوي چې یا یې قانون جوړ کړی وي او یا یې له قانون جوړوونکو سره مرسته کړې وي. اوس هم هغه کسانو د ځمکو د غاصبینو لپاره د ځانګړې محکمې د جوړولو غوښتنه کړې ده چې خپله هغوی په مستقیم او غیرمستقیم ډول ځمکې غصب کړې دي.

Image result for BBC Persian Television

له تېرو درې کالو راهیسې د ځمکو د غصب وینا کېږي خو حکومت تر اوسه پورې هیڅ څوک محاکمه نه کړل او نه د غاصبینو پر خلاف کوم عکس العمل وښوول شو. چې کله هم اشرف غني د اداري فساد د کنټرول او یا د ځمکو د غاصبینو پر خلاف څه وايي، د غونډې برخوالو ته د اشرف غني وینا ډرامايي وینا ښکاري.

څلور کاله دمخه ۱۳۹۲ د تلې په لومړۍ نېټه ولسي جرګې د ملکیتونو د غصب د مخنیوي د قانون مسوده تصویب کړه. په دې نوي قانون کې د ځمکې او جایدادونو غاصبانو ته نغدي جریمه او حبس په پام کې نیول شوی و، خو د څلورو کالو په تېرېدو سره د غصب شویو ځمکو دوه چنده نورې ځمکې غصب شوې او تر اوسه پورې حکومت په دې اړه کوم رغنده ګام وانه خیست.

په تېرو شپاړسو کالو کې نږدې دوه میلیونه جریبه ځمکه غصب شوې ده چې د حکومت تر پنځلس زرو پورې په مرکز او ولایاتو کې د ځمکو په غصب کې زورواکي او لوړپوړي چارواکي شریک دي.

ځمکې عامو خلکو نه دي غصب کړې بلکې زورواکو او چارواکو، حکومتي او د عام ولس ځمکې غصب کړې دي. تر دې دمه چې یې پوښتنه نه ده شوې، د اشرف غني په حکومت نیوکې کېږي، خو اشرف غني هم ګرم نه دی، ګرم په دې نه دی چې موجوده حکومت جوړ له مافیا څخه دی، دا ډول حکومت ته د ځمکو غصب کول څه ګران کار نه دی. دا اوس هم ښه ده چې د مافیا په حکومت کې انسانان غصب نه دي، کېدای شي تر یو څه حده په غیر مستقیم ډول انسانان هم غصب وي، خو د ځمکو په څېر به نه وي غصب شوي.

په موجوده حکومت اوس ځکه ولس بې باوره شو چې تر هر څه زیات زور اشرف غني د خپل حکومت په پیل کې په رشوت او درغلۍ کاوه چې سزا به ورته ورکړل شي او د قانون له منګولو نه شي خلاصېدای، خو د کابل بانک څخه ۹۱۰ میلیونه ډالر چې حکومت ترلاسه نه کړل، ولس په حکومت بې باوره دی او نور هم بې باوره کېږي. د غصب شویو ځمکو د راګرځولو لپاره، چې له غاصبینو دې موجوده حکومت غصب شوې ځمکې د ځانګړې محکمې په وسیله را وګرځوي، ښه خبره ده، خو داسې ښکاري چې د نورو ځمکو غصب ته به هم ځانګړې محکمه لیارې برابرې کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button