لیک : بحر عمیق
ابراهیم علیه السلام نمرود کافرته داهم اویلی چه زمارب خو مړه کول او ژوندی کول کوی که ته ریښتیا ځان ته خدای وایی نو ته داکار کولی شی؟
نمرود کافر ورته اویلی چه هو!
دوه زندانیان یی راوستل یو چه ددوی په قانون کی په قتل محکوم وو هغه یی ازاد کړ او بل زندانی چه باید ازاد شوی وای هغه یی قتل کړ .
وای داده زه هم مړه کول او ژوندی کول کولی شم:
ابراهیم علیه السلام چه دنمرود په کمعقلی او حماقت پوه شو نو ورته یی وویل چه زماخدای.ج. خو له مشرق څخه لمر راپورته کوی او په مغرب یی ښکته کوی نو ته داسی وکړه چه دمغرب له طرف څخه لمر راپورته کړه؟
فبهت الذی کفر.
نمرود کافرحیران شو لاره تری غلطه شوه چه اوس به څه کوم
بس همداوو چه ددرواغو خدایی دعوه یی افشاء شوه او په شرمونو وشرمیده.
مقصد باطل معبودان تر یو وخته پوری غولول کولی شی خو دتل لپاره بادشاهی صرف دالله.ج. ده:

















