(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی۱۷ فرید افغان)
د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې پاڼه کې د امریکایانو لخوا طیبې کلمې ته له سپکاوي ډکو پاڼو شیندل په سختو ټکو غندل شوي او هغه یې اسلام ضده کړنه بللې ده.
د کرزي په وینا چې امريکايي ځواکونه د افغانانو پر وړاندې ناوړه رواني جګړه پر مخ وړي او د افغانانو په احساساتو لوبې کوي.
حامد کرزي ویلي چې امریکایان دې زموږ چوپتیا زموږ ضعف نه بولي، بلکه پدې دې پوی شي چې دهرې ورځې په تیریدلو سره د خلکو نفرت او کرکه د امریکایانو له حضور او خپلسریو مخ پر زیاتیدو ده.
کرزي له امریکایانو وغوښتل چې د دیني شعائرو له سپکاوي دې ډډه وکړي او خپلو عسکرو ته دې ووایې چې د افغانانو دیني، عنعنوي چارو ته دې په بده سترګه نه ګوري کنه نو د داسې کارونو په ترسره کولو سره به یې د خطرناکو پایلو مسؤلیت په خپله د امریکایانو په غاړه وي.
باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې امریکایانو د پروان ولایت په مربوطاتو کې ځینې تبلیغاتي پاڼې شیندلې وې چې پکې په یو سپي باند کلمه طیبه لیکل شوې وه او ورپسې یو زمری انځور شوی و چې د دې کلمې له منځه وړل غواړي او له خلکو غوښتل شوي و چې د امریکایانو تر څنګ دې د طالبانو په ضد ودریږي.
طالبانو د امریکایانو دا چاره په سختو ټکو غندلې وه او په غچ کې یې سمدلاسه د بګرام هوایي ډګر په درییمه دروازه کې خونړی سرتیری برید تر سره کړ چې ګڼو بهرنیانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
د یادونې وړ ده چې د امریکایانو لخوا مقدساتو د سپکاوي په باره کې حکومت هیڅ هم ندي ویلي او د حکمتیار ډله چې په هره پیښه د پخوا په څیر خپل نظر څرګندوي په دې پیښه یې خاموشي غوره کړې ده.


















