
اوس مې چړي خلک په زړه کې وهي !!!
لیکنه : محمد زبیر هاشمي
د ګوردې درد له امله روغتون ته لاړم ، په روغتون کې ډیر مریضان ول او زما په ګوردو ډیر شدید درد وه، ګوردې درد مې لږ قرار شوه ، په نور مریضانو مې نظر شو چې ما غوندي ډیر بد حال کې ول.
زما خواته یو سپین ږیري ناست وه چې یوه ښکلي نوراني څهره يې درلوده، زه نه وم پوه شوی چې زما له خولي د درد د شدد لامله چغې وتي وي .
نو سپین ږیري ماته ویلي بچیه ته خو ځوان يې تاته پکار ندي چې ګوردې درد له امله دمره بې حوصلي چغې ووهي ، ماته غوصه راغله ورته مې ویل چې بابا که بوډا هم يې خو په زړه روغ يې لمسي دې درملنې ته رواستی دی ، ته له ما څه خبر يې چې ګوردې درد مې څومره بدن کمزوري کړی دی .
بابا مسکی شو او ورسر سوړ اسویلی هم وکړه راته يې ویل بچیه په ظاهر مې بدن ډیر روغ ښکاري خو زړه مې یو وي پېښې سوځي ، چې د هغې یاد سره مې زړګي سم په چړو ، وهل کيږي .
ددې خبري په اوردو سره مې غوصه لاړه په یوسوال بدله شوه .
ورته مې ویل: بابا جانه بخښنه راته وکوه دعمر دکمي له امله الفاظو بې ادبي راونه وشوه .
بابا رواته ویل : الله پاک دې وبخښه ، دردونو هم نیولی يې کومه خبره نشته .
بیا مې ورته ویل : بابا جانه که د پېښه کیسه راته وایي ، ستا په دغه خبرو کې ډیر دردونه پراته ول .
راته وویل : بچیه غوږشه !
ما په کابل ښار کې کار کوه نو لمانځه لپاره به مسجد ته تللم .
مسجد خوا ته به یوه ښځه ناسته وه پیرکي يې خرڅول، ما ته دغه ښځه د نور پلورونکو ښځو غوندي نه ښکاري ده ځکه دغه ښځه ډیر حیاناکه په پرده پټه وه او چا چې به ورسره سودا کوله نو ډیرې خبري به يې هم ورسره نه کولی.
په بازر کې خو هر قسم خلک وي دغه ښځه به يې تنګه وله، په یوشي په بل شی ، دې ښځي به ځان ترې ساته خپل پیرکی يې خرڅول .
نو پوښتنه مې هم ورنه نشو کولای چې ته ولی پيرکې پلورې ځکه نا مناسب پوښتنه وه.
خو یو ورځ مې جرائت پیدا کړه ومې وپوښتل خور ته د نورو پلورنکو پشان نه ښکاري.
هغې راته ویل : وروره ټول پلورونکی ضرورت لپاره له کوره باندې وځي .
خو تا ته پیدا شوی پوښتنه پرځای ده ، زه د نور پلورونکو په شان نه یمه ، دري ځامن مې دي پلار نه لري ، یتیمان دي مشر زوی مې اته کلن دی، د نفقي ګټولو واله څوک نشته، نه داسي نور امدن شته چې په هغې باندی خپل ضرورت پوره کړو، بس دلته راځم پیرکي پلورم خپل تریخ ژوند شپي ورځي سبا کوم .
زه ددې ښځي په حالت ډیر غمجن شم په جیب کې مې چې څه پیسي وي هغه مې ورته ټولی ورکړی.
زه خپله د بل مزدور ومه ماباندی خپله د کور نفقه هم بوج وه ، چې دې ښځي سره مې نور مرسته هم کړي وی او ډیر په غمجني حالات کې خپل کار ځای ته لاړم .
شپی ورځ تیرې دي ګورم !!! چې دوه ورځ کیږي هغه ښځه نه وینم ، ما په زړه کې ویل کیدای شي چې په هغې ښځي باندی کوم شتمن انسان مهرابانه شوي وي او ورته ویلی وي ، چې ستا نفقه زه درکوم، خو ته له کوره مه وځه ، بیا مې ویل راځه د ښه یقین لپاره دغه موچي نه پوښتنه وکړه .
موچې ته مې وویل : کاکا دلته یو ښځه ناسته وه پیرکې يې پلورل ، اوس نه راځي ، موچې راته ویل: هغه تیر ورځ د ګلبدنیانو جنګ نه وو ، ما ورته وویل ، ولي نه ؟
موچي ویل : هغه سوځيدلی ځای ګوره دغه ځای کې میزا يل ولګیده ، په ما دخدای فضل وه ، پدې وخت کې زه په مسجد کې ومه نو دلته ډیر مړي او زخیمان وشول، هغه ښځه ډیر شدید تپي ده .
ما ورته ویل : اوس چیرته ده ؟
موچې وویل : په روغتون کې ده .
او په ډیر تیزي سره روغتون ته لاړم .
روغتون کې مې پوښتنه وکړه چې دلته دوه ورځ مخکی میزایل لګیدو له امله یوه ښځه ډیر شدیده ټپی شوې ده هغه به کوم ځای کې وي؟
راته ویل : هغه خو په عاجل اطاق کې ده ، هغه ورځي نه تراوسه پوري خبري هم نه دي کړي ، دهغې ښځي بي وسي مې په زړه راغله نو ډیر چغو چغو مې وژړل ، منډه مې کړه عاجل اطاق ته .
چې ګورم !!! هغه ښځي نه ډکټران تو دي په خوشحاله وايي چې ښځه په هوش راغله، زه پدې وخت کې ورسیدم .
نو ښځي ویل : ما پچوته بوځي هله زرکوي ، کور کې مې واړه ، واړه بچې دي ، چې هغوی به څه کړي دا خو ډیر ناوخت ده .
یوه داکټر ورته ویل: خوری ستا دلته درې ورځي او دوه شپي کیږي .
ښځي یوارې وابچو باند چغه کړه، بې هوشه شوله ، چې ډاکټرانو وکتل ساه يې ورکړی وه او د دې غمونه ډګه دنیا نه دتل لپاره لاړه .
موږ زر پلټنه پیل کړه چې دغې ښځي کور پیدا کړو .
د ډیر پلټنې نه ورسته موږ دغې ښځي کور پیدا کړه، دورازه يې بنده وه یو زوړ قلف ورته پروت وه .
قلف چې کله ماته کړه ، چې ګورو!!!
دښځي ځامن د دروازي شاته مړه پراته دي .
بابا داسي ژړل لکه دغه پېښه همدا اوس شوي وي ، ماته خو نوی وه زما ژړا بیخي نه قابو کیدله .
بابا ویل:
اوس مې چړي خلک په زړه کې وهي !!!
ما ورته ویل: هغه څنګه ؟
نن هغه قاتل ګلبدین بیا راغلی ده ، ددې پرځای يې چې په قتل ورسوی ، افغانان ، ورپسي بیا ومنډی وهي او زنده باد چغې بیا ورته وهي.
دغه افغانان به کله پوهه شي ؟ چې خپل دوست او دښمن وپژني .



