غزل – مطیع الله جواد

مطیع الله جواد
لږ دا خپل غم د خپل ځان سره حـصــار کړه
ورته ووایه ما نه ځپي تـلــوار کړه
اې شهیده! چې له ما څخه جدا سوې
مست غمونه دي زما پر اوږو بــار کړه
د ژوندون له ځانګړتیاوو شوم بې برخې
چې دا ولې ربه پوه مې په اســرار کړه
دا په سرو اوښکو ګذران هم بیخي ګران دی
خدایه زړه ته را نصیب صبـرُقــرار کړه
ارمانونه مې د هیلو په لور تلله
نازولي ټول په یو دم را غـوځــار کړه
اې “جواده” قیمتي غمې د اوښکو
مې بیخی ډېر په خپل یار پسې قـطــار کړه



