له يوې خوا ولسمشر اشرف غني ديوه پلاوي په مشرۍ قزاقستان ته تللی دی ، ترڅو په هېواد کې د ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره د قزاقي لوړ رتبه چارواکو او مشرانو سره خبرې وکړي. له بلې خوا د پاکستان صدر اعظم نواز شريف د ازبکستان د ولسمشر اسلام کريموف سره په تاشکند کې ليدلي او د سېمې دثبات په اړه دواړو مشرانو سره داړتيا وړ بحثونه کړي دي . په هغه غونډه کې چې په تاشکند کې د دواړو مشرانو، شریف او کريموف ترمنځ جوړه شوې وه ، په پای کې وويل شول چې ازبکستان دسېمې په امن کې ښه رول ادا کولای شي. د پاکستان او افغانستان دوو هېوادونو لپاره دمنځنۍ اسيا هېوادونه دسولې اوثبات په اړه تر نورو هېوادونو غوره او مثبت کردار ادا کولای شي. هغه په دې خاطر، چې د افغانستان نا امني دسېمې ناامني ده . دا اوس چې په افغانستان کې د نا امنيو اور بل دی ، د منځنۍ اسيا دهېوادونو لپاره هم تاوان دی، ټولې تجارتي لارې او پرمختګونه يې دځنډ او خنډ سره مخ کړي. دمنځنۍ اسيا هېوادونه غواړي ترهند پورې خپلې تجارتي لارې او د خپل اقتصادي پياوړتيا لپاره دهر اړخيزه تجارتي مالونو لپاره بازار موندنه پيدا کړي، خو د افغانستان نا امنيو ددې ټولو مخه نيولې ده . که د ازبکستان ولسمشر اسلام کريموف او د ده حکومت په رښتيا سره دنورو اسيايي هېوادونو په ملتيا دافغانستان په سوله کې قدم پورته کړي په اسانۍ سره به په سېمه کې دافغانستان تر ثبات وروسته امن راشي. لکه څرنګه چې له سمرقنده د امام بخاري دعلميت او ذهانت رڼا ، ټولې اسلامي نړۍ ته خوره شوې ده . دغه راز د امام بخاري له هېواده او په ځانګړي ډول له سمرقنده ، ټولې اسلامي نړۍ ته دامن او سکون لاره برابره کيدای شي.
افغانستان خو د۱۳۵۷ کال را په دېخوا دبارودو په اورکې سوزي دا د۲۰۰۱ کال را په دېخوا په افغانستان کې دريم ځل دی چې پرافغان ولس جګړه تپل کېږي. همدا اوس په بدخشان کې جګړه روانه ده، اشرف غني په قزاقستان کې د قزاقي مشرانو سره اقتصادي تړونونه لاس ليک کوي خو د خپل هېواد د جګړو د اور وژلو لار ورته نه ده معلومه .
اشرف غني په هره مطبوعاتي غونډه کې د اقتصاد او روغتيا ژمنې د ولس سره تازه کوي ، خو په بدخشان کې ۲۰ ښځې دڅارويو په ناروغۍ (برسلورز) BARSLORS اخته دي.
که دسېمې هېوادونه او په ځانګړې توګه اسيايي منځنۍ سېمې هېوادونه د افغانستان په امن او ثبات کې اخلاص وکړي، ټوله سېمه په امن کې ساه اخيستی شي.
















