د افغانستان سره د مرسته کونکو هېوادونو د نورو ژمنو او وعدو ترڅنګ يوه په افغانستان کې د معارف يا ښوونې او روزنې په برخه کې مرسته ده، چې وايي، بايد ځوان نسل ته سالمه روزنه ورکړل شي. د دې سالمې روزنې په نامه هرکال په ملينونو ډالر په يوه او بله نامه په مصرف رسيږي، خو دڅوارلسو کالو په تېريدو سره د ښوونې او روزنې په چاروکې لکه څرنګه چې پرې لګښت کيږي ، هغسې سمون ونه ليدل شو. خپله افغان چارواکي هم دامنيتي چارو ترڅنګ په مطبوعاتي ويناوو کې دښوونې اوروزنې د ودې او پرمختګ شعارونه ورکوي، خوپه حقيقت کې دښوونې اوروزنې دروازې ورځ په ورځ تړل کيږي. دهلمند ولايت څخه په ترلاسه شوو راپورنو کې ويل شوي ، چې د مرکز او ولايتي چارواکو د نه پاملرنې له امله د ښوونې او روزنې دروازې تړل شوي دي، چې که وضع همدا ډول دوام وګړي په هلمند کې به دښوونې او روزنې دروازې يوازې په ولسواليو کې نه، بلکې په مرکزونو کې هم وتړل شي. دهلمند ولايت چارواکو منلې ده چې په درېو، ولسواليو ؛ نادعلي ، مارجه او ګرشک کې ۵۱ ښوونځي تړل شوي دي . په دې درېو واړو ولسواليو کې ۵۱ ښوونځي چې وتړل شول بيا نو په هلمند کې دښوونې او روزنې بهير په ولاړ شمېرل کېږي .
د دې ولاړ بهير او د بندو تړل شوېو دروازو د خلاصون لپاره دهلمند ولايت د ښوونې او روزنې رئيس څو څو وارې له مرکز غوښتي چې بندي دروازې بايد د تل لپاره د زده کوونکو په مخه بندې نه وي . د دې ولايت دځوان نسل د آينده لپاره بايد د بندو ښونځيو په خلاصون غور وشي. خو تراوسه پورې دولايت درياست لخوا د بيا بيا غوښتنو سره مرکز کوم لازم اقدام نه دی کړی. په يادو درې ولسواليو کې تراوسه پورې د اړ ښوونځيو د بندولو په اړه طالب وسله والو کوم ګواښ استادانو ، زده کوونکو او يا د معارف رياست کار کوونکو ته نه دی کړی . په دې درې ولسواليو کې تړل شوي اړ ښوونځي د مرکز د نه پاملرنې ، دمعاشونو په ځنډولو او نا امنيو پورې اړه لري ، چې په دې ۵۱ ښونځيو کې په زده کړه بوخت ۴۲۰۰۰زره هلکان او نجونې له زده کړې بې برخې پاتې شول . که څه هم د يادو ولسواليو د بندو ښونځيو يو څه زده کوونکي مرکز ولايت ته تللي دي، خو په عامه سطحه ځوان نسل له زده کړې محروم پاتې شو. که د دولت د نه پاملرنې همدا حال وي، نو ګرانه ده چې دهلمند د معارف تړلې دوازې پرانيستل شي.

















