لوګر کې يو سيمه ييز پوليس خپل پنځه ملګري وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۸): چارواکي وايي، د لوګر ولايت په محمداغۍ ولسوالۍ کې يوه سيمه ييز پوليس خپل پنځه ملګري وژلي  او د پوستې وسلې او نور مهمات يې له ځان سره وړي دي.

د دغه ولايت د والي وياند محمد سليم صالح رسنيو ته ويلي، چې پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د پړاو سيمې په يوه پوسته کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې نوموړي پوليس د خپلو پنځو ملګرو د وژنې سربيره د هغوی يوبل ملګری چې عام کس دی هم وژلی دی.

د هغه په وينا، ياد پوليس له وسله والو سره اړيکې درلودې چې له پېښې وروسته د وسلو سره هغوی ته ورغلی دی.

تر اوسه د يادې پېښې په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button