(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۸): د بادغيس ولايتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په قادس ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو په يوه امنيتي پوسته بريد کړی، چې په ترڅ کې يې ۶ پوليس وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
د بادغيس والي محمد انور اسحق زي رسنيو ته د يادو شپږو پوليسو د وژنې پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي، چې تېره ورځ د ګلچين سيمې په يوه امنيتي پوسته طالبانو بريد وکړ، چې ياده مرګ ژوبله يې واړوله.
له بله پلوه وسله والو طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې په یاده سيمه کې يې د دولتي ځواکونو پوسته په بشپړه توګه نيولې او ۶ تنه عسکر ځای پرځای وژل شوي دي او دوه تنه نور لادرکه دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له يادې پوستې څخه طالبانو له ځان سره اووه ميله سپکې او درنې وسلې، دوه موټرسيکلونه او نور مهمات هم وړي دي.
طالبانو خپل لوري ته د دوو تنو د ټپي کېدو او يو بل تن د وژل کېدو راپور هم ورکړی دی.
















