غور ولایت په سطحه ټول داعشي ملیشې طالبانو ته تسلیم شول:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۹ فرید افغان)

راپورونه وایي چې په شمال کې د داعشي ملیشو خطرناک مرکز چې د غور ولایت و په ټولیز ډول له دې وسلوالو خلاص شو او ټول افراد یې طالبانو ته ورغلي دي.
د غور د ولایتي شورا رییس فضل‌الحق احسان رسنیو ته ویلي، چې داعشیانو له هغه وروسته له طالبانو سره بیعت وکړ، چې وسلوالو یې د غور د مرغاب د رغسکن سیمه پرېښوده.
سیمیزې سرچینې وایي چې نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د داعش ډلې یو مشر شاولي بهرامي چې د غور ولایت لپاره یې د داعشي ملیشو مشري په غاړه درلوده د رغسکن په سیمه کې له خپلو ټولو مهماتو او اسلحو سره طالبانو ته تسلیم شول.
سرچینې زیاتوي تسلیم شویو داعشیانو ۷۰ میله کلاشنکوف، ۶ میله پیکا او ۱۰ میله راکټ د طالبانو سیمیزو مشرانو ته وسپارل.
د ولایتي شورا د غړي “احسان“په وینا چې دا خبرې د شیخ‌الندا په نامه د طالبانو د یو قوماندان په منځګړيتوبتر سره شوې چې ګډونوال یې د غور له‌پاره د طالبانو د نومول شوي والي مرستیال ملااحمدشاه او د داعشیانو قوماندان شاه‌ولي وجود درلود.
د غور د ولایتي شورا یو بل غړي عبدالحمید ناطقي ویلي چې په‌دې ولایت کې د داعشیانو د ځېنو قوماندانانو ترمنځ د اختلافونه راپاریدلي و او له دې کبله طالبانو له فرصت څخه په استفادې د داعش ډلې مشران ځانته جلب کړل او هغوی هم بې له کوم اختلاف نه ورسره بیعت کړی دی.
بلخوا د غور ولایت د امنیې قوماندان غلام‌مصطفی د دې خبر په تایید سره وايي، چې د داعش له ۱۸ کورنیو نه پرته نورې ټولې هغه له غور نه هلمند، فراه، فاریاب او بادغیس ولایتونو ته تللې دي.
ځایي خلک وایي چې اوسمهال د رغسکن په نامه لوی کلی دبردیز کلی د شاردیز -او د تګاب د قشلاق په نومونو ګڼې لویې سیمې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې راغلې دي.
او پدې سره د غور ولایت ټوله جغرافیه د داعشي ملیشو له حضور څخه وژغورل شوه..

دا پداسې حال کې چې د دې ولایت په څنګلوري ولایت جوزجان کې لاهم داعشي ملیشې فعال دي او د دې ولایت په درزاب او قوشتپه ولسوالیو کې یې ۲۸ ښوونځي تړلي او له ښوونکو د دو میاشتو د تنخوا غوښتنه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button