ننګرهار: د ګډو ځواکونو په شپنۍ چاپه کې ملکي وګړي وژل شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۹ فریدافغان)

راپورونه وایي چې افغان او او بهرنیو ځواکونو تیره شپه د دې ولایت د لعلپورې ولسوالۍ اړوند دبیلي سیمه کې د ملکي وګړو په خونو چاپه وهلې چې ملکي وګړو ته یې دروند مالي او ځاني خسارې اړولې دي.

سیمیزې سرچینې وایي چې پدې شپینۍ چاپه ۳ ماشومان، بوه زنانه او یو د کور خاوند وژل شوي دي.

د لعلپورې ولسوال غالب مجاهد رسنیو ته ویلي چې تېره شپه د دې ولسوالۍ د بېلې سیمه کې د صفر دوه په نوم افغان ځانګړو ځواکونو عملیات کړي چې ملکي وګړو او وسله والو طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو یاده شپینۍ چاپه جنایت بللی او په وینایي چې ټول زیان یې کلیوالو وګړو ته رسیدلی دی.

د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي چې ګډو ځواکونو د دوی په کورونو چې هیڅ وسلوال پکې نه و چاپه وهلې د کورونو دروازې یې په بمونو الوزولې او د کورونو په تلاشي کې یې د هغوی  شتمني هم لوټ کړې.

خلک وایي چې په یاده شپینۍ چاپه کې  دیو کور  ۳ تنه ماشومان او۱ زنانه او ۱ تن  دکورخاوند په شهادت رسیدلي. او 3 تنه عام بی دفاع ملکیان افغان او امریکایي عسکرو له ځان سره وړي دي.

دیادولو ده چې دا لمړی ځل ندی چې ګډ ځواکونه د طالبانو په نوم دومره لوجنایت ترسره کوي بلکه دې ځواکونو په تیر کې هم د طالبانو په نوم لسګونه بیګناه عام افغانان ترور کړي او وژلي دي .

چې سیمیزې ادارې، مرکزي حکومت او د آیساف دفتر ترې په مختلفو پلمو ځان خلاص کړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button