محمد عمر “منیب”
د ښایست وروستی برید، د محبت وروستی احساس او د دعوې وروستی دلیل: استشهاد!!!
کله چې د ښکلاوو لپاره د تعبیر توري ورک شي، سترګې یې په لید د انځور ویستلو هنر هېر کړي، او غوږونه یې د ښایستونو د اورېدلو تاب رانه وړي، د خپلې مینې د اثبات لپاره د خپل نازک بدن تر لوګي کولو پرته بله لار نشته.
هغه تنکی زلمی چې: خپل هدف ورته تر خپلې وینې لوړ قیمت لري، له درد او کړاو څخه خوند آخلي او د مینې کیسې یې هم په سلګیو پوښلي وي، که هر قدم یې په تڼاکو د اغزو پر سر هم شي بیا هم تر خپلې موخي نشي تېرېدلی.
دا د مینې انتهاء ده! جنون ندی؛ خو جنون ورته سلام کوي. تجذب ندی؛ خو کرشمې یې ترې لوړې دي. معمایي افسانه نده؛ خو تر خیالي کیسو ډېر پېچلی راز دی.
تاریخ یې ساتي او باید ویې ساتي، هغه زرینې کرښې چې د استشهاد د بڼ ګلونو په خپلو پاکو وینو ولیکلې هېڅکله د ړنګولو ندي، او نه باید هېرې شي.
هغه څوک چې د خپلې پاکې مینې د ثبوت لپاره د منصور په پلونو تر دار وړاندې ولاړ شي او د مجنون د مینې پولې ونړوي، دېته اړتیا نلري چې تش د تورو ټکیو یادوونکي یې بریالی وګڼي، بلکې غواړې چې د هغې دعوې عریضه د خپلو وینو په رنګ ولیکي چې پرېکړه یې یواځې د مینې او ښکلا خالق کولی شي.
یواځې د روڼتیا او بصیرت خاوندان یې پېژني، چې استشهاد د مینې او ښکلا کاروان دی، د خفاش نه لیدل یې د تروږمیو دلیل نشي کېدلی. استشهاد د متعال څښتن د لقاء لنډه لار او د خپل محبت د دعوې وروستی دلیل دی.
که د ځان د دفاع له عقلي دلائلو او د دین د دفاع له نقلي دلائلو سترګې پټې کړو بیا هم یواځې د الله د مینې یاد پدې ارځي چې نازکې زوانۍ ورته په اور لولپه کړو او ښکلاوو ته یې ځانونه سپېلني کړو.

















