امریکایي شنونکی: افغانان کامل حق لري چې امریکایي عسکر ووژني

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۱۹ فرید افغان)
د امریکا یوه وتلي سیاسي فعال او شنونکي په یوه مقاله کې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو په جنایاتو اعتراف کړی او ویلي یې دي چې افغانان د دې کامل حق لري چې امریکایي عسکر په نښه او ویې وژني.
د شرپورټ ټایمز په نامه یوې نشریي په یوه راپور کې د پوهنتون د استاد او دسیاسي چارو د مشهور څیړونکي د«دانارد دوایر» له قوله لیکلي : ډیر وخت وشو چې امریکایي ځواکونه په افغانستان او عراق کې د خلکو په وژلو اخته دي، داسې خلک چې هغه د واشنګټن امنیت ته هیڅ تحدید نشي پیښولی او نه یې په امریکا د حملې اراده شته دوی یې بې دریغه وژني.
دا امریکایي فعال وایي: زمونږ ځواکونه تیري ګر دي او د افغان ټبر هر بچی حق لري چې د امریکایانو پرضد دخپلې خاورې او ولس دفاع وکړي او هغوی ووژني.
د نوموړي امریکایي شنونکي په باور طالبان دسپتمبر د ۱۱ له حملو سره هیڅ اړیکه نلري او دا هسې یوه بهانه وه چې امریکایي ادارې جوړه کړه
نوموړی ټینګار کوي؛ د افغانستان هر وګړی چې د امریکایانو لخوا وژل کیږي باید جنګي جنایت وبلل شي
«دانارد دوایر» وایي : «ښایي تاسو ووایاست چې طالبان اوسمهال په امریکایي ځواکونو ولې بریدونه کوي؟ خو زه د بیلګې په ډول درته وایم چې که د چین په څیر یو بهرنی هیواد چې بې له کوم دلیل نه امریکایي ولس اشغال کړي، هغوی ته په خپله خوښه دولتي چارواکي مشران کړي او د هغوی فضا اوځمکه محاصره کړي نو که بیا امریکایان د هغوی پرضد پاڅون وکړي آیا هغوی به مجرمین وشمیرل شي؟
نوموړی همداراز وایي دا وضعیت په عراق او افغانستان کې هم دی موږ په ډیره ظالمانه توګه د هغوی پر دولتونو حمله وکړه پداسې حال کې چې هغوی موږ ته هیڅ ډول خنډ نه و..
نوموړي زیاته کړې؛ داچې موږ ولې نشو کولی داجنګونه د طالبانو یا نورو مخالفینو له نظره هم و ارزوو، د هغوی له فکري زاویې یې وڅیړو او دهغوی پیشنهادات واورو زه تعجب کوم.
د نوموړي په وینا، په همدې حال کې هم موږ د داسې وسلوالو په وژلو مصروف یو چې هغوی د خپلې خاورې او ولس د دفاع پخاطر زموږ د اشغالګر وجود له کبله راپورته شوي دي.
امربکایي ادارتو په صراحت سره وویل چې د ښونیزو ادارو د یوې برخې په نشتون سره به ۵۴ میلیارد دالره اضافي پیسې دجنګ د لاګرمیدو پخاطر ولګوي
نوموړی د یوه روسي سیاستمدار وینا را اخلي چې ویلي یې دي « د ډوډۍ نشتون په ټولو هیوادونو کې د جګړې لمړنی دلیل دی او ملتونه د حکومتونو لخوا په همدې جهالت کې پریښودل شوي ترڅو د جنګونو ماشین ګرم وساتي››
دا وتلی امریکایي څیړونکی وایي: آن که موږ د وینو تویولو ډیر تږي هم شو د مالي لحاظه د جنګونو تداوم ممکن نده د ‹‹بمونو مور›› په نامه لوی بم په افغانستان کې کارول او د ‹‹تاماهاک›› په نامه ۵۹ توغندي په سوریه باندې توغول امریکا ته میلونونه دالر تاوان درلود.
د دې سیاسي فعال په وینا چې امریکا اوس پدې پوهیدلې چې په افغانستان باندې یې د ۵ زرو لویو بمونو اورول چې زرګونه بیګناه افغانان پکې ووژل شول د دې باعث شوې ترڅو ډیر وطن پرسته ځوانان له وسلوالو مخالفینو (طالبانو) سره یوځای شي او امریکایي اشغال ته د تورې په څوکه ځواب ووایي.
د دانارد دوایر په وینا؛ امریکا په افغانستان کې د تریلوینونو دالرو په مصرفولو سره له یو بن بست او داخلي او خارجي بې اعتمادي سره مخ شوې او امریکایي جنرالان نباید د خپلو مطلبي مشرانو د اهدافو ښکار شي ځکه هغوی د امریکایي ولس په وینو کې هم خیر ویني.
دا وتلی امریکایي سیاستمدار په آخر کې ټینګار کوي او وایي چې د دې لوی جنګ اختتام یواځې په سوله کې نغښتی او په وینایي چې لمړی باید د امریکایانو لخوا نظامي عملیات او بمبارۍ ودرول شي بیا دې د سولې خبرې اترې وشي او په پای کې دې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.



