(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۱ فرید افغان)
نن ورځ د کابل ولایت د قرباغ ولسوالۍ لسګونو قهریدلو کسانو د امریکایانو پرضد سولییز لاریون ترسره کړ.
لاریونوالوچې د طالبانو سپین بیرغونه یې له خان سره انتقالول، د امریکایي ځواکونو لخوا په پروان ولایت کې مقدساتو ته سپکاوی وغندلو او هغه یې ډاګیزه اسلام ضده کړنه وبلله.
لاریونوالو د ‹‹مرګ په امریکا او ګوډاګیانو یې ›› شعارونه ورکول او د یو ساعت لپاره یې د کابل او شمالي ولایتونو تر منځ لویه لاره هم تړلې وه.
لاریونکونکو په یوه غږ ویل چې امریکایان تیري ګر دي او د ولسي خلکو د بمبارلو سربیره د دیني ارزښتونو بې دریغه سپکاوی هم کوي چې داسې کړنې ورته په هیڅ صورت دمنلو وړندي.
لاریونکونکو د ننني لاریون یو هدف دا هم ښووده چې غواړي د تیرې اونۍ هغه بمباري هم و غندي چې په همدې ولسوالۍ کې د کوژدې پر مراسمو د بهرنیو ځواکونو له لوري وشوه او ګڼو ملکیانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د دوی په وینا چې بهرنیو ځواکونو هغه بمباري هم په قصدي ډول ترسره کړې وه او په دې توګه د افغانانو له احساساتو سره لوبې کوي.
مظاهرچیانو د یو شمېر افغان چارواکو پر ضد هم د مرګ شعارونه ورکول او په وینا یې افغان حکومت هم د بهرنیانو د خپلسري کړنو پر وړاندې غلی دی چې په هر جرم کې یې ورسره شریک بولي.
لاریوانوالو د بودایانو لخوا دبرما د مظلومو مسلمانانو پرضد وحشت هم و غانده او له نړیوالې ټولنې یې د کوټلو ګامونو اخیستلو غوښتنه یې کوله.
لاریونکونکو د توحید سپیڅلې کلمې ته د سپکاوي له امله د امریکایي جنرال بښنه غولونکې چاره وبلله او په وینا یې چې دا ډول بښنې کفایت نکوي ترڅو چې عاملین یې په څرګنده مجازات نشي.
باید وویل شي چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په پروان ولایت کې بهرنیو ځواکونو له الوتکو داسې پاڼې خپرې کړې، چې له خلکو د امریکایانو د ملاتړ غوښتنې ترڅنګ پکې مقدساتو پدې ترتیب سپکاوی شوی و، چې پکې د یوه سپي په خیټه د توحید کلمه انځور شوې وه او ورپسې یې یوه زمري د لمنځه وړلو هڅه کوله.
په ټولنیزو رسنیو کې دا امریکایي ځواکونو دا کړنه سخته وغندل شوه او د خلکو احساسات یې هم را وپارول.
طالبانو د یاد سپکاوي د غندلو ترڅنګ په همغه ورځ د بګرام په لمړۍ دروازه کې په یوسرتیري برید کې ګڼ شمیر امریکایان په نښه کړل چې ګڼه مرګ ژوبله یې درلوده.
















