ننګرهار: داعش وسله والو يو ديني عالم وژلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۱): د ننګرهار چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې داعش وسله والو تېره شپه يو ديني عالم په ډزو سره وژلی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته ويلي، پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ په کنډي باغ سيمه کې رامنځته شوې او په وينا يې په دغه سيمه کې د عبدالرحمن په نوم يو ۷۰ کلن ديني عالم د داعش وسله والو له لوري وژل شوی دی.

هغه زياتوي، نوموړي ديني عالم د کنډي باغ سيمې د يو مسجد ملا امام و او د شپې له لوري به په همدې مسجد کې بيده کېده.

په تېره يوه مياشت کې دا درېيم ديني عالم دی، چې په ننګرهار ولايت کې د وسله والو له لوري وژل کېږي.

چارواکي وايي، چې څلور شپې وړاندې هم د يادې ولسوالۍ په ډاګو سيمه کې يو ديني عالم د داعش وسله والو له لوري وژل شوی و.

دغه راز د روانې مياشتې په پيل کې هم د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ په علي خان سيمه کې د قاري احمدالله په نوم يو ديني عالم چې په ياده سيمه کې يې امامتي درلوده د نامعلومه وسله والو له لوري ووژل شو.

په وروستيو کې په ننګرهار کې د ديني عالمانو وژنې زياتې شوي، چې چارواکي يې پړه پر داعش وسله والو اچوي، خو د ننګرهار اوسېدونکي وايي د ديني عالمانو وژنه د خاصو استخباراتي کړيو کړنې دي او غواړي چې په دې سره مذهبي شخړې راولاړې کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button