(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۱): د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان يوه ۲۱ کلنه نجلۍ تښتولې او وروسته يې ځانته په زور نکاح کړې ده.
د يادې نجلۍ مور وپلار چې د بغلان امنيې قومندانۍ ته د شکايت په موخه ورغلي و، رسنيو ته ويلي چې “د سيمه ييزو پوليسو قوماندان جان اغا دوه ورځې وړاندې زما لور له نهرين ولسوالۍ تښتولې او تر اوسه پورې يې له برخليکه نه يو خبر.”
د دغه نجلۍ مور نسرين په امنیه قومندانۍ کې له چارواکو غوښتنه کوله، چې لور يې د سيمه ييزو پوليسو له زور زياتي وژغوري او قومندان دې د قانون منګولو ته وسپاري.
د نجلۍ مور وايي، چې د جګړو له امله د مرکزي بغلان ولسوالۍ څخه نهرين ولسوالۍ ته کډه شوي او زياتوي چې هلته ورنه د سيمه ييزو پوليسو قومندان جان اغا د لور غوښتنه وکړه، خو د دوی د رد ځواب وروسته نوموړي قوندان دغه ځوانه نجلۍ له ځان سره تښتولې او په وينا يې چې په زور يې ورسره نکاح کړې ده.
په هېواد کې د خپلسرو وسله والو او سيمه ييزو پوليسو له لوري د نجلۍ د تښتولو او په زور د نکاح کولو پېښې دا لومړی ځل نه دی بلکې تر دې مخکې هم دغه ډول پېښې د زورواکو له لوري ترسره شوي دي.
















