شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

په هېواد کې د جګړې پنځوس کلن ماموريت

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 12, 2017
کټګوریانې: تبصرې
0
7
ځلې شریک شوی
83
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تبصره

شپاړس کاله د مخه چې د امريکا په سوداګريز مرکز په ډرامايي توګه بريد وشو، امريکايي چارواکو وويل چې د دې غچ به په افغانستان کې په شپاړس ساعتونو کې له القاعدې اخلو.  ځینو امريکايي نظاميانو په شپاړس ورځو کې د خپل غچ اخستلو هوډ درلود.خو چې پر افغانستان یې بريد وکړ، د شپاړسو ساعتونو او شپاړسو ورځو جګړه شپاړس کالو ته ورسېده.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

له دې ټوله نړې خبره ده او ورته د سي آى اې پاليسي څرګنده ده چې کوم هېواد ته امريکا پوځونه لېږلي دي، بيا ېې ترې نه دې ایستلي، هلته یې په يوه او بل نامه ناامني جوړه کړې ده. د ملګرو ملتونو د امنيت، د بشر د حقوقو، روغتيا او نورو…. سازمانونه د امريکا په لاس کې دي، هر څه چې ورته ووايي هغه عملي کوي، پر کوم هېواد چې امريکا وغواړي اقتصادي بنديزونه پرې لګولاى شي. د اقتصادي بنديزونو مهر په سپينه ماڼۍ کې ايښی دى، خو په افغانستان کې چې خپله امريکا هر ډول جنايات کوي، د ملګرو ملتونو ټولو سازمانونو پرې سترګې پټې او غوږونه کاڼه کړې دي.

په برماکې وحشي پوځيانو روهنګيايي مسلمانان په خپلو جونګړو کې وسوځول، تر درې لکو پورې روهنګيايي مسلمانان بنګله دېش ته کډه شول، له هغو سره یې په ظلمونو سترګې پټې کړې دي، هلته د امنيت شورا د افغانستان په څېر وحشتونه نه ویني او نه د امنيت شورا هغه څه ګوري چې پر افغانانو او روهنګيايي مسلمانانو تېرېږي.

په افغانستان کې چې کومه جګړه روانه ده، دا دافغانانو ترمنځ ده  خو د همدې افغانانو، چې سره په جګړه اخته دي، پر خلاف ده؛ که له همدې افغانانو، حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو وپوښتل شي،  دواړه د جګړې خلاف دي، خو توپير یې دا دى چې حکومتي ځواکونه جګړې ته راښکل کېږي او پر ولس (طالبانو) جګړه تپل شوې ده. شپاړس کاله خو په دې توګه تېر شول.

اوس په هېواد کې د جګړې په اړه ويل کېږي چې نور پوځونه افغانستان ته رالېږل کېږي، که په افغانستان کې د امريکا د جګړې قوماندان نيکولسن وغواړي، نورو پوځونو ته اړتيا ده، د دې په څېر به نور پوځونه هم راولېږي چې شپاړس کلنه جګړه نوره هم اوږده کړل شي.

تېره ورځ چې د امريکا په سنا مجلس کې د افغانستان په اړه د جګړې د گټو او تاوانونو بحث کېده، وويل شول چې پنځوس کاله به نوره هم په افغانستان کې جګړه روانه وي. هغه په دې دليل چې دوی په افغانستان کې له افغان چارواکو سره د (٩) نظامي اډو لاسليکونه کړي دي. تر پنځوسو کالو پورې به افغانستان د جنوبي او منځنۍ اسيا لپاره  يوه مورچه وي، چې په اسانۍ سره ترې نورو هېوادونو ته پوځي اکمالات کولاى شي.

امريکا نه غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي. د نورستان په برګ مټال کې يوه اونۍ وشوه چې جګړه روانه ده. حکومتي ځواکونه تراوسه په دې نه دي توانېدلي چې خپله محاصره ماته کړي. دا مهال په شپږو ولاياتو کې زياتې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په واک کې دي. حکومتي ځواکونه د بهرنيانو په شمول چې څو څو واره یې ګډ عمليات وکړل، له طالبانو یې نيول شوې ولسوالۍ ونه نيولې.

اوس په افغانستان کې امريکايي قوماندان وايي چې قاطع ماموريت (!)؛ دا هغه جمله ده چې پنځوس کاله نوره هم استعمالېداى شي، ځکه امريکا ته کرزي او اشرف غني په افغانستان کې د پنځوسو کالو لپاره نظامي اډې ورکړې دي او د شپاړس ساعته جګړې ماموريت پنځوسو کالو ته هم  اوږدېداى شي.

مخکینې مطلب

بغلان: د پوليسو قوماندان يوه نجلۍ تښتولې

بل مطلب

شپږیزه: میس عینک لوبډلې د بند امیرښاماران مات کړل

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com