ماليزيا کې د يوې مدرسې ۲۳ زده کوونکي وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۳): د ماليزيا چارواکي وايي، چې د دغه هېواد په مرکز کولالمپور کې د اورلګېدو له کبله د يوې دينې مدرسې ۲۳ زده کوونکي او دوه ساتونکي وژل شوي دي.

د سرچينې په وينا، اور سهار وختي په هغه ودانۍ کې بل شوی، کومه کې چې د دينې مدرسې شاګردان زده کړې کوي.

د ښار د اوروژنې عملې يو تن مشر خيرالدين درهمن رسنيو ته د ۲۳ تنو زده کوونکو او ۲ ساتونکو مړينه تائيد کړې ده.

د دغه هېواد لومړي وزير نجيب رزاق د پېښې قربانيانو سره غمرازي ښودلې ده.

راپورونه وايي، چې يو شمير ټپي زده کوونکي د تداوۍ لپاره روغتون ته هم وړل شوي دي.

تر اوسه پورې د مړو شويو زده کوونکو عمرونه نه دي په ډاګه شوي، خو ويل کېږي چې په يادو ښوونځيو کې له ۶ تر ۱۸ کلونو ماشومان د قران کريم زده کړې کوي.

حکومتي مسئولينو ويلي، چې د يادې پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي، ترڅو د اورلګېدو علت معلوم کړي.

د راپورونو پر بنسټ تر دې مخکې هم په ماليزيا کې لسګونه ځله دغه ډول پېښې رامنځته شوي، چې له کبله يې سلګونه زده کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button