څڅیدلې اوښکې

 انیسه «غزنوی»

…له ډیرې مودې ځخه د زندان پر دروازه زړه بوډۍ ولاړه وه. ژړل یې…

مګر نه ددې لپاره چې د سر پړونی یې زوړ ؤ، او یا یې د ځوانی شیبې تیرې شوې وې.

له سهاره یې په ژړا پیل کړی ؤ، لا یې ژړل او هره ګړۍ چې به يې نازولی او تنکی زوی یادیده ددې د تاأثر به ډیریده…

چې کله به یې هم د زندان کوم باشي په تیریدو ولید نو خپلې اوښکنې سترګې به یې له تړمو اوښکو ډکې ورواړه ولې او د زوی د ملاقات لپاره به یې نازکه لپه  ونیوله، هیچا هم پام ورته نه کاوه خدای خبر چې تیریدونکي به ریښتا هم بې وسه او بې اختیاره ؤ کنه؟

د ماښام تیارو خپل پړونی غوړاوه، د بوډۍ مورکۍ له سترګو څخه د اوښکو لارې لا هغه شان روانې وې او لکه د کوچنی ماشومې په څیر يې سلګی وهلې.

یوازې یو زلمی دې ته ځیر شو، نږدې ورغی ور څخه یې وپوښتل: ادې! ولې ژاړې او له کوم لورې راغلي یې.

نور یې هم وژړل او په ژړه غونې غږ یې ورته وویل: زویه! زه یوه بد بخته کونډه یمه چې یوازې یو نازولی زوی راپاته ؤ او همدغه زوی زما د هیلو غوټی وه، دډیري مودې څخه ددغه ظالم وحشی چارواکو له لورې دطالب په تور بندي دی.

د کله نه چې زما څخه جدا شوی زه یوازې، بې کسه او بې دیاره ګرځمه زما په دې نړی نور هیڅ څوک نشته، د سهار نه چې راغلې یمه تر اوسه یې د زوی  د ملاقات اجازه را نه کړه.

پرته له دې چې نور هم څه ووایې تنکی سترګې یې راوخوټیدې  او مظلومي اوښکې یې د پرې شوي امیل په څیر په تویيدو شوې.

خدای خبر چې په کوم لور راونه شوه، خو څڅیدلې اوښکې یې د شپې تیارو ته د رڼا ورکولو لپاره هلته په خپل ځای ډنډ ولاړې وې.

مربوطه مطالب

One Comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button