مجاهد: د طالب مشرانو په اړه د “ازادۍ راډيو” راپور جعلي او دروغ دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۳): تېره ورځ د ازادۍ راډيو د يوې حکومتي سرچينې له قوله راپور خپور کړ، چې ګنې ځينې طالب چارواکو په يو شمير بهرنيو هېوادونو کې د سياسي پناه غوښتنه کړې.
نوموړې راډيو د طالبانو د پخواني مشر ملامحمد عمر مجاهد ځوی ملايعقوب نوم هم ياد کړی چې اوس مهال د (اسلامي امارت) مرستيال دی او دغه راز يو بل طالب چارواکی صدر ابراهيم او په وينا يې چې يو شمير نورو طالبانو هم له ځينو هېوادونو د سياسي پناه غوښتنه کړې ده.
وسله والو طالبانو د ازادۍ راډيو دغې راپور ته غبرګون ښودلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې نوموړی راپور غندلی او دا يې د استخباراتي کړيو جعلي راپور ياد کړی.
ښاغلي ذبيح الله مجاهد ويلي، چې اسلامي امارت د هیواد اکثریت خاوره تر واک لاندې لري، په تیرو شپاړسو کلونوکې يې د خپل هیواد د آزادۍ او د اسلامي نظام د اعادې لپاره مشرانو او کشرانو په خپل سر او مال قربانۍ ورکړی، هیڅکله به دا تصور هم ونه کړي چې جهاد پريږدي او کوم هیواد ته پنا یوسي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېره يوه نيمه لسيزه کې په افغانستان کې نه کومه امريکايي تګلاره بريالۍ شوي او نه هم د هغوی رسنيز (استخباراتي پروپاګند) د اشغال پرضد روان مقاومت ته کوم تاوان اړولی.
طالبان وايي، چې د دوی مشران او مسئولين په بېلابېلو امتحاناتو کې بريالي شوي او د دښمن دغه ډول اوازې هيچاته تشويش نه شي پيدا کولی.
طالبانو په هغه رسنيو چې د دوی پرضد د دروغو تبليغات خپروي غږ کړی او ويلي يې دي: چې ستاسو جعل، تزویر، پروپاګند او درواغ به نه د اسلامي امارت د کوم غړي په جهادي اوکفر ضد ذهنیت کې بدلون راولي، نه به مو دا ډول پروپاګند افغان ملت تیر باسي اونه به هم تاسو په دې ماشومانه حرکاتو خپلو شومو او شیطاني هیلو او آرمانونو ته ورسیږئ.
تر دې مخکې هم د ازادۍ راډيو په ګډون يو شمير افغان رسنيو د طالبانو پرضد ځينې تبلیغاتي راپورونه خپاره کړي، چې د طالبانو له لوري په خپل وخت سره رد شوي او ډیری يې د استخباراتي کړيو چاره بللې چې غواړي په دې اوازو سره طالبان بدنام او د ملت سره يې واټن پيدا کړي.



