ننګرهار: نا امنيو د سوداګرو ژوند له خطر سره مخ کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۳): د ننګرهار ولايت سوداګر وايي، چې په دغه ولايت کې نا امني، غلاوې اختطافونه ورځ تر بلې زياتيږي او په وينا يې چې د دوی ژوند او کاروبار يې له خطر سره مخ کړی دی.
په همدې تړاو پرون ورځ په لسګونو سوداګر د دغه ولايت د ګمرک مخې ته راټول شوي و او د احتجاج په ډول يې د ګمرک دروازه تړلې وه.
د ننګرهار د سوداګرو د اتحاديې مسئول مخلص احمد رسنيو ته وويل، چې په جلال اباد ښار کې په رڼا ورځ وسله وال غله ترې پيسې اخلي او په خبره يې چې په روانه اوونۍ کې د درې سوداګرو څخه په ټرانيزيټي سړک وسله والو غلو پيسې اخيستي، خو چارواکي يې په اړه هيڅ اقدام نه کوي.
نوموړی وايي، چې سوداګر اختطاف کېږي او په تېرو څو ورځو کې د ښار په منځ کې له درې سوداګرو پنځه ميليونه افغانۍ اخيستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جلال اباد ښار او شاوخوا سيمو کې په دې وروستيو کې د هدفي وژنو تر څنګ غلاوې او اختطافونه ډیر شوي چې د دغه ښار اوسېدونکي يې اندېښمن کړي دي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکي، په دغه ښار کې د نا امنيو مسئولين د غير مسئوله وسله والو شتون بولي او زياتوي چې ډیری وسله وال د يو شمير چارواکو شخصي مليشې دي چې په ښار کې يې نا امني جوړه کړې ده.



