داعش څه غواړي؟/ خالد روان
داعش درې کاله مخکې له عراق وروسته لومړی حضور په ننګرهار کې وکړ او دلته یې «د اسلامي خلافت» د راوستو په موخه جګړه له طالبانو سره پیل کړه. ننګرهار کې د داعش او طالبانو ترمنځ خونړۍ جګړې وشوې. طالبانو له ډېرو سیمو وویستل؛ خو یوازې د اچین او هسکې مېنې په ځینو سیمو کې پاتې شول.
داعش خپل تشکیل جوړ کړ او څو میاشتې وروسته یې د «خلافت غږ» راډیو خپرونې هم پیل کړې، چې تراوسه روانې دي. په ننګرهار کې په اېف ایم راډیوګانو کې خلافت غږ راډیو یوازېنۍ راډیو ده، چې ډېره ښه اوریدل کېږي. پیاوړی انتن او پیاوړې سټډیو لري. د دوی خبرونه زیات د عراق او سوریې اړوند وي؛ خو کله نا کله د هېواد دننه هم افواهات خپروي.
دا چې داعشیان څوک دي او څه غواړي؟ په دې خبره اوس ټول خلک پوهېږي. څوک یې خوارج بولي، څوک یې د اې ایس اې پروژه او څوک یې د حنیف اتمر، معصوم ستانکزي او د امریکا د سفارت د کاکا زامن.
داعش په تېرو درې کلونو کې نه د امریکايي ګټو خلاف وسله پورته کړه او نه یې کوم امریکايي وویشت؛ بلکې ټول زور یې او پاملرنه یې طالبانو او هزاره ګانو ته ده. دوی د هزاره ګانو له لاریونونو نیولې تر مسجدونو ور ننوتل او هلته یې ووژل. د هزاره ګانو له فاتحو واخله ان تر خانقاوو پورې هم ورسېدل او د امریکا د سفارت پرځای یې د عراق سفارت په نښه کړ او څو ورځې یې د عراق د سفارت د فتحې(!) خبرونه خپرول.
د داعش له تور نقابه پرده دوی خپله پورته کړه. دوی هغه ډلې هم مرتدې وبللې، چې کلونه ـ کلونه یې د امریکا او کفارو پر وړاندې وسلهواله مبارزه کړې وه او خپل زرګونه جنګیالي یې شهیدان شوي وو.
د داعش بریدونه نه وي؛ خو یوه ورځ کوم شیعه ووژني او بیا د خوشحالۍ په نمانځلو بوخت شي. داعش غواړي د عراق لوبه دلته هم تکرار کړي او دغه کار د امریکا او افغان ګوډاګي دولت پرمټ کوي او دلته د مذهبي جګړې لپاره لاره اواره وي. د دوی زیات تمرکز د هزاره ګانو په وژلو دی او له دې لارې غواړي، چې هزاره ګان راوپاروي او دلته د سني او شیعه جګړه پیل شي؛ خو د طالبانو په موجودیت کې به دغه ارمان هم بېرته ابوبکر بغدادي ته یوسي. ان شاء الله
پرون په کابل کې د کرېکټ بورډ سره نږدې چاودنه وشوه، چې ځینو رسنیو سرتېری بریدګر یاد کړ او ځینو ویل، چې د ګاز ډبې چاودنه وه. د داعش رسمي وېبپاڼې «عماق» یو انځور خپور کړ، چې کرېکټ بورډ سره نږدې د دوی جنګیالي ځانته چاودنه ورکړې او ددوی په وینا څو مرتدین یې جهنم ته لېږلي.
داعش دې په دې پوه شي، چې دلته د بهرنیو لوبغاړو راتګ او د هغوی وژل هېڅ کوم جواز نه لري او که دوی بهرنیان وژني؛ نو دلته زرګونه امریکايي، ناټو او د نورو هېوادونو یرغلګر پوځونه شته. خپل جنګیالي دې د دوی مرکزونو ته ولېږي او هلته دې بهرني یرغلګر ووژني؛ خو دوی به هېڅکله داسې کار ونه کړي، چې امریکا پرې خفه کېږي.
کرېکټ او لوبغاړو سره اسلامي امارت هېڅ حساسیت نه لري او نه یې تر دې دمه په دې اړه کومه رسمي اعلامیه خپره کړې. طالبان افغانان دي او دوی هېڅ وخت نه غواړي، چې د افغانانو خوښي په غم بدلې کړي.



