ننګرهار کې يوځل بیا ديني عالم ووژل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۳): د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د نامعلومه وسله والو له لوري يو ځل بيا يو ديني عالم مولوي غلام فاروق ووژل شو.
نوموړی ديني عالم تېر ماذيګر ناوخته د هډې اخندزاده په کلي کې د موټر سيکل سپرو وسله والو له لوري په ډزو سره وژل شوی دی.
مولوي غلام فاروق د چپرهار ولسوالۍ د للمې د کلي اوسېدونکی و او اوس مهال يې په اخندزاده کلي کې د ښوونکي دنده ترسره کوله.
د نوموړي د کورنۍ يو تن غړي احمد رياض رسنيو ته ويلي، چې مولوي غلام فاروق پرون ماذيګر کور ته پر لاره و چې د پوليسو د پوستې ترڅنګ پرې ډزې وشوې او ځای پرځای ووژل شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی پېښه تائيدوي او وايي چې د يادې پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.
په دې وروستيو کې په ننګرهار کې هدفي وژنې ډيرې شوي، چې تر ډېره پکې د دغه ولايت ديني عالمان او مخور هدف ګرځي.
دا په ننګرهار کې په تيره يوه مياشت کې څلورم دينې عالم دی چې د وسله والو له لوري وژل کېږي.
د ټولنيزو شبکو يو شمير فعالانو د ديني عالمانو د وژنې پړه په دغه ولايت کې پر داعش وسله والو اچوي، خو ځينې بيا وايي چې د دې پېښو تر شاه سيمه ييز استخبارات کار کوي او غواړي چې د عالمانو تر منځ مذهبي شخړې راولاړې کړي.



