سرلیکنه
په کابل کې يو شمېر رسنيو د ښاروالۍ د چارواکو په حواله ليکلي چې له کابل راچاپيره به لومړی يو حلقوي ليکه جوړه کړي او وروسته به په پنځه کلن پلان کې پر جوړه شوې ليکه دوه میټروبسونه، چې ګرد چاپیره به تګ راتګ کوي، په کار پیل وکړي.
په هېواد کې چې يوه خښته هم په بله ايښودل کيږي او هېواد اباديږي، موږ پرې خوښ یو او باید خوښ شو. خو پوښتنه دا پکار ده چې د کابل ښاروالۍ چارواکي يا د سرک جوړونې اداره دا میټرو بس د چا لپاره جوړوي؟ که د کابل د ښاريانو لپاره یې جوړوي، دا لګښت دې په بل مناسب ځاې کې وکړي، ځکه د کابل ښاريان خو کابل پرېږدي، اروپايي هېوادونوته ترې روان دي.
په میټروبس کې به د کابل تازه ميوې له ښاره ګردچاپیره ګرځوي او که تازه سبزيجات؟ مټروبس خو د انسانانو او په ښار کې ګرځېدونکو لپاره جوړېږي. د کابل د ښاريانو څه حال دی، هغوی د ژوند کولو حق نه لري، په مټرو بس کې به څه وګرځي؟ که د ښاروالۍ زاړ موټر نور د ترمیم وړ نه وي او له پېښو وروسته د ښاريانو جسدونه د هغوى کورونو او بیا یې جنازې هدیرو ته نه شي انتقالوي، بيا خو میټروبس ستونزه نه شي حل کولای. میټروبس به يوازې د کابل ښار را چاپيره ښاريانو جنازې انتقال کړي، هغه چې له نورو ولاياتو راغلي، په کابل کې کې ووژل شي د هغوی جسدونه به څوک انتقالوي؟.
نړيواله سروې ښیي چې د تېرو کلنونو په نسبت په روان کال کې تر ټولو زيات شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي. که د کابل ښاروالۍ په وينا په ١٣٩٧کې میټرو بس فعاليږي، بيا خو به له افغانستانه د روان حالت په نه زغملو ځوان نسل اروپاته تښتېدلى وي، مټروبس کې به څوک د ښار خواوشا سفر کوي؟ مټروبس خو په نوې ټکنالوژۍ د ځوانانو لپاره کارول کيږي چې په ټولو اشارو او ټکټونو یې يوازې ځوانانو پوهېداى شي، ملکي وګړي په میټروبس کې په لوړسپيکر)هسک ژغي) په انګريزي ژبه د تمځاى پيژندګلوي هم نه شي کولاى.
که په کابل ښار کې د میټروبس پروژه دهند د ١١٦ پروژو څخه وي، نو تر ١٣٢٠ پورې هم نه شي بشپړېداى او که د کوم اروپايي هېواد پورې تړلې پروژه وي، نو ځوان نسل ورڅخه بې برخې دی. لکه څرنګه چې افغانستان د خپلې برېښنا خاوند نه شو، دا ډول به د پرمختګ له نورو کارونو هم بې برخې وي. افغانان میټرو بس ته اړتيا نه لري، مټروبس خو به له کوټه سنګي تر سراى شمالي پورې چليږي، نور هېوادوال به څه کوي؟ که ښاروالۍ له کوم هېواد سره د میټرو بس د فعالولو لاس لیک کړی وي، له کابله تر اروپا دې میټروبس فعال کړي چې ځوان نسل اروپا ته په تلونکو له مرګونو لارو وژغورل شي.
د افغانستان هر ولايت برېښنا او پرمختيايي پروژو ته اړتيا لري، په هر کور کې غربت دی، بايد په نورو برخو کې ګټور ګامونه واخیستل شي. میټروبس هغو هېواد والوته پکار دی چې په امن کې ژوند کوي، اوس خو بهرني ځواکونه له هوا څخه په موټرو، جنازو، ودونو او کورونو میزایل ولي، بیا به میټروبس هم په بمونو ولي؛ میټروبس کابل کې نه، له کابله تر اروپا له ناامنیو او بې کاریو تښتېدونکو ځوانانو لپاره پکار دی، نه کابل ښاریانو ته.
















