چارواکي: د جغتو ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۳): د غزني ولايت چارواکي وايي، چې نن سهار د دغه ولايت د جغتو ولسوالۍ امنيه قوماندان د ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.

د غزني د پوليسو وياند فهيم امرخېل د نوموړي وژل کېدل تائيد کړي او ويلي يې دي، چې د جغتو ولسوالۍ پر امنيه قوماندان محمد اسحاق جليلي نن سهار د اوو بجو په شاوخوا کې د ګلبوري په سيمه کې هغه مهال چاودنه وشوه، چې نوموړي د يادې ولسوالۍ امنيتي پوستو څخه ليدنه کوله.

ويل کېږي، په دغه چاودنه کې د نوموړي موټر ويجاړ شوی خو بل چاته پکې زيان نه دی اوښتی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسئولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی، خو د جغتو ولسوالۍ په زياته برخه کې وسله والو طالبان فعاليت کوي او وخت ناوخت په دولتي ځواکونو چاودنې او بريدونه ترسره کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button