د افغانستان د تازه مېوې د صادراتو کچه لوړه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۳): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسئولين وايي، چې د تير کال په پرتله سږ کال د تازه ميوو په صادراتو کې ۸ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د سوداګرۍ خونې يو تن مسئول ميرزمان پوپل رسنيو ته ويلي، چې سږکال ۹۰زره ټنه انګور، انار او زردالو بهرنيو هېوادونو ته استول شوي، چې د تير کال په پرتله اته سلنه صادرات زيات شوي دي.

نوموړي زياته کړه، “پروسږ کال ۱۱۴ میلونه ډالر د مېوې صادرات و او سږ کال لومړنيو څلورو میاشتو کې ۱۲۴ میلیونه صادرات شوي دي.”

د نوموړي په وينا، د وچې او تازه ميوو په صادراتو کې د زياتوالي يو لامل د الوتکې له لارې د ميوې لېږدل دي، چې له کابل او کندهاره په اوونۍ کې د دوو الوتکو له لارې هند ته لېږدول کېږي.

وچه او تازه مېوه د افغانستان د صادراتو ډېره برخه جوړوي، خو د لېږلو لپاره یې پر پاکستان تکیه دی.

پاکستان په تېرو کلونو کې ډير کرته په داسې مهال خپلې لارې د افغان مېوو د صادرولو په وخت کې وتړلې او زيات زيان به يې افغان سوداګرو ته اوښت، چې له هغې وروسته د افغانستان له لارې هند ته په الوتکو کې د تازه او وچې مېوې صادرات پيل شول.

د افغانستان مېوه اوس د ایران له چابهار بندر دغه هېواد او عباس بندر له لارې ځینې نورو هېوادونو ته هم لېږدول کېږي، چې چارواکي وايي په دې سره به د مېوې د صادراتو کچه د روان کال تر پايه شل سلنې ته لوړه شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button