(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۳): د روکړل شويو راپورونو پر اساس د هند په اترپرديش ايالت کې د يوې کښتې د ډبېدو له کبله ۱۹ کسان مړه شوي او لږ ترلږه ۳۱ تنه نور لادرکه دي.
د دغه هېواد پوليس چارواکي وايي، چې پېښه نن سهار مهال د باغپټ کلي سره نږدې په يامونا سيند کې رامنځته شوې ده.
د اترپرديش ايالت د پوليسو مشر رام کمار رسنيو ته ويلي، چې په دې کښتۍ کې شپېته کسان سپاره و، چې لس تنو يې په لامبو وهلو ځانونه ژغورلي، ۱۹ مړه شوي او پاتې نور لادرکه دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ډوب شويو کسانو د لټون عمليات روان دي.
سيمه ييز امنيتي مسئولين وايي، کښتۍ د ۳۵ کسانو د انتقال ظرفيت درلود خو له شپېتو زيات پکې سپاره شوي، چې د همدې له امله کښتۍ هم ډوبه شوې ده.
د روان کال په لومړۍ مياشت کې د هندوستان په بيهار ايالت کې هم ورته پېښه رامنځته شوې وه، چې له کبله يې يوويشت کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
















