افغان سولېدلی حکومت او د امریکا نوې ستراتيژي

تبصره
ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره له دوو میاشتو ځنډ او مشورو وروسته نوې ستراتيژي اعلان کړه، اوس یې د تطبیق او عملي کولو هڅې کوي، څو په افغانستان کې یې نوې پالیسي کامیابه شي. د دې لپاره یې د جوړولو په څېر بیا له خپلو د فاع، کورنیو چارو له وزارتونو او استخباراتو سره مشورې پیل کړې دي.
ټرمپ غواړي په افغانستان کې ژر خپله نوې ستراتيژي عملي کړي، څو د افغان حکومت مخالف وسله وال له نظامي لیارې تر فشار لاندې راولي او د مذاکراتو مېز ته یې کښېنوي. خو تراوسه ټرمپ او له ټرمپه دمخه امریکا افغان حکومت د ولس د باور وړ نه دی ګرځولی. امریکا غواړي په هر حال چې وي، خپله ستراتيژي کامیابه او عملي کړي، خو د ستراتيژۍ عملي کول یوازې د امریکایي هوايي ځواکونو په بمبار نه کېږي، د دې لپاره افغان حکومت هم باید د باور وړ حالت ته را وستل شي.
امریکا باید د افغان حکومت هغه منفي اړخونه له منځه یوسي او که کوم یو نیم مثبت اړخ لري هغه غښتلی کړي، ځکه د ستراتيژۍ د کاميابۍ لپاره منفي اړخونه له منځه وړل اړين دي. اوس خو حکومت د زوال په حالت کې قرار لري، په زوړند حکومت افغان ولس باور نه لري؛ بیا به پرې نوې پالیسي څرنګه عملي کړل شي؟
د نوې ستراتیژۍ د عملي کولو لپاره خو ټرمپ له خپلو وزیرانو او استخباراتو سره له نظامي لارې پر وسله والو طالبانو د زور را وړلو پرېکړه کړې ده، اما امریکا په تېرو شپاړسو کالو کې د ۱۲۰ زرو پوځونو په موجودیت او ډول ډول وسلو ازمایلو سره جګړه ونه ګټله، اوس به یې د نوې ستراتیژۍ د پلې کولو لپاره په افغانستان کې په پاتې ۱۳۰۰۰ پوځونو څرنګه وګټي؟
که امریکا غواړي په افغانستان کې حکومت ته د پښې د ایښود د ځای د پاتې کېدو او د ځان د خلاصي لار پیدا کړي، د افغانستان په اړه دې د دیپلوماسۍ لار ونیسي. څو پورې چې امريکا د ديپلوماسۍ لار نه وي نيولې، له نظامي ليارې په افغانستان کې هيڅ وخت نه شي کاميابېداى. د امريکا د نظامي قوماندانانو مشورې هم همدا دي چې د مسئلې حل يوازې او يوازې ديپلوماسي ده.
که امريکا غواړي په افغانستان کې د موجوده بې باوره حکومت په وسيله خپله نوې جوړه ستراتيژي کاميابه کړي، دا یې هسې خوب او خيال دى. په افغانستان کې دا مهال د نوې ستراتيژۍ د تطبيق لپاره نه کاميابه د يپلوماسي شته، نه پياوړی اقتصاد، نه کامياب سياست، نه د افغان حکومت په منځ کې د نظاميانو او چارواکو همغږي، نه د ولس پر وړاندې د حکومت باور، نه د مخالفو وسله والو سره د سولې او مذاکراتو تمه او نه د نظر پراختيا؛ چې ټول افغانان د يوه څرګند هدف لپاره سره په خپلو کې سر کښېني او ځان د موجوده مخ په زوال حالت څخه وژغوري.
امريکا چې غواړي په افغانستان کې ځان له بدنامۍ څخه وژغوري او سولې ته لاره برابره کړي، تر ټولو ړومبی بايد د افغانستان د ګاونډيانو ملاتړ ترلاسه کړي، د هغو ګاونډيانو چې په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مثبت رول لوبولاى شي.
امريکا بايد افغان ولس ته دا ثابته کړي چې موږ د افغانستان د دايمي اشغال فکر نه لرو، بيا به افغان ولس په خپل حکومت او د امريکايي چاراکو په وينا باور پيدا کړي. تر څو چې امريکا پر افغان حکومت د ولس باور نه وي ترلاسه کړى، هيڅ وخت یې نوې ستراتيژي د کاميابۍ درشل ته نه شي رسېدلای. لکه څرنګه چې حکومت سوليدلې دی، دا رنګه به یې ستراتيژي يوازې په مطبوعاتو پورې پاتې شي او بس.
که له ديپلوماتيکو لارو امريکا په افغانستان کې د سولې لپاره لار برابره کړه، طالب مشران یې د نظامي لارې په پرېښودو او د سولې د هڅو په دوام خبرو ته رضا کړل، په افغانستان کې به کړکېچ راکم کړل شي. په افغانستان کې دې د نورو هېوادونو د سياليو په ځای د افغانستان په سوله کار وشي، سولې ته به د رسېدو لياره لنډه شي.
او که امريکا غواړي په افغانستان کې د خپلې کاميابۍ لپاره په نظامي لار ټينګار وکړي، په جګړه کې يو ځل بيا سر ته رسېدلی پوځي ماموريت پيل کړي، هوايي بمبار ته نوره پراختيا هم ورکړي؛ نو امريکا دې دا تمه نه کوي چې په افغانستان کې دې په سولېدلي او د ولس په وړاندې بې باوره حکومت خپله نوې ستراتيژي تطبيق او کاميابه کړي.



