دامن کورننګرهار د مرګونوکور شو 

سرلیکنه 

لکه څرنګه چې په نړۍ کې افغانستان ځانګړی لرغونی تاریخ لري دا رنګه ېې هر ولایت بیلابیلې ځانګړنې لري ، د نوور ولاایاتو په پرتله ننګرهار تل ترټولو غوره یاد کړل شوی دی، د ننګرهار دغوره والي دوه لامله دي یو دعلم اوهنراو دوېم تل دامن کوریاد شوی دی چې یواځې هېوادوال نه بلکې نړیوالوسیلانیانو او تاریخوالوهم  د ننګرهار په دوه ځانګړنواعتراف کړی اوستایلی ېې دی.

دکمونستي کودتا را وروسته اوبیا۱۹کاله دمخه چې مجاهدین د ننګرهار ښار(هوایي ډګر) ته ورسیدل ، بیا دامریکا د یرغل په پیل کې چې په توره بوړه جګړه روانه وه ننګرهار نړیوال شهرت خپل کړ دهرې کورنۍ اوبهرنۍ رسنۍ سرلیک به د ننګرهار په ولایت کې د جګړې راپور و، له هغه وخته راپدیخوا له ننګرهاره علم او هنر او هم امن ګډه کړیده چې تر نن ورځې پورې بیا چا ننګرهار ته دامن اوعلم وهنر کورنه دی ویلی.

اوس چې د نورو ولایاتو په نسبت په ننګرهار کې نا امنۍ زور اخستی دي ترټولو ولایاتو د ننګرهار امن خراب دی نه د ژوندیو ژوند خوندي دی او نه دمړو مرګ په ودونواو جنازو دواړو بمبار کیږي، ژوندي د ځمکې پرسر اومړي په ګورکې په امن نه دي د روسانو او امریکایانو د یرغلونو سره د ننګرهار ولس ژوند په خطرکې پریوت،بدبختانه اوس یوبل بد حالت سره ننګرهاریان مخ دی چې تردې وروسته ېې د ژوندیو ترڅنګ مړی هم دخطرسره مخ دی د چا چې ژوند اومرګ دواړه په خطرکې وي هغه حکومت او نظام ته نه حکومت او نه نظام ویل کیږي هغه نظام اوحکومت کې بیا کورپه ګور اوژوند په مرګ وشمیرل شي.

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې نا امني  لوړې کچې ته رسېدلې ده او ښاریان د خوندیتوب احساس نه کوي، په روانه میاشت کې په ننګرهارکې (۹) تنه په مرموز شکل سره ووژل شول نه د سرمایدار،صراف او نه د غریب ژوند په امن دی، د یوې میاشتې راپه دې خوا  ناڅرګند وسله وال لومړی هغه چاته چې په حکومت کې غوړه دنده ولري، سرمایدار سوداګر اویاېې له بلې لیارې ژوند ترنورو ننګرهاریانو غوړ وي ورته په مبایل د پیسوورکولواوبیا د مرګ ګواښ کیږي چې پیسې ورنه کړي د کورمخې اویا دندې ته دتګ په لار دماین په چاودنه ګواښل کیږي  یا ورڅخه په لکونو افغانۍ واخلي او یا دپیسو په نه ورکولو ووژل شي .

د ننګرهار ولایت اچین،هسکې مېنې،خوږیاڼو،کوټ،بټي کوټ،نازیان اوچپرهار په ولسواليوکې وسله وال طالبان اوداعش فعالې ډلې لري چې وسله وال طالبان په یادو ولسوالیوکې په زیاتوسیمو کنترول هم لري لومړی دننګرهاریانو ژوند په ولسوالیو او اوس د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې هم خوندي نه دی .

د جلال آباد  ښاریان دنا امنۍ له کبله د کورشپې ګورته رسوي په راتلونکې کې ېې ژوند نورهم د خطرسره مخ کیدای شي چې ولایتی چارواکولومړې په ولسوالیوکې داوسیدونکو دژوند ښه کولو توان نه درلود اوس د ښاریانو ژوند هم نه شي ساتلی چې دا اندیښنې ورځ په ورځ مخ په زیاتیدودي.

په روانه میاشت کې چې په جلال آباد ښآرپه زړه وچ ډنډ کې یوه ښځه په بې غږه تفنګچه ووشتل شوه، بل صراف ووژل شو څلور دیني علما ووژل شول نه د ولسوالیو اوسیدونکې ښآرته او نه ښآریان ولسوالیوته په تللو خپل ژوندخوندي بولي ، ترټولو ستره اندیښنه داده چې په ننګرهارکې داعش ډله فعاله اودهسکې مینې په اغزاوکڅونو(د سپین غره په لمن) کې نظامي روزونکي مرکزونه لري که روان حالت په همدې ډول دوام وکړي نه یواځې دا چې د ننګرهار اوسیدونکوژوند به خوندي پاتې نه شي بلکې داولیاوکرامومزارونه به هم خوندي پاتې ته شي.

د ننګرهار په ولایت بهسود ولسوالۍ کې د هډې صاحب (نجم الدین اخوند زاده) ،میالي صاحب ،پیرګیلاني کورنۍ، چپرهارکې د دولتزو ملاصاحب، په هسکه مېنه کې د میاجي صاحب، په بټې کوټ کې داخوند موسی صاحب ،په نازیانو کې دربابا، مومند دره کې دګردي غوث او نورزیات شمیر اولیاکرامو زیارتونه شته چې د مخه هم ددې اولیاکرامو د زیارتونو د ویجاړولوهڅې وشوې ، د ننګرهار امن دې حالت ته رسیدلی دی چې د دننګرهار ولس او په ننګرهار کې د اولیاؤ کراموزیارتونه هم خوندي نه دي.

لکه تیره ورځ چې د يمن حوثي وسله والو د سعودي عربستان پر مکې مکرمې ښار د توغندويي بريد ګواښ وکړ هغه وخت هم راتلاې شي چې په ننګرهار کې چې ناڅرګنده وسله وال دجلال آباد ښاریان په یوه اوبل نامه ګواښي دا ډول به په ننګرهار کې د اولیاؤ کراموزیارتونه هم  لومړي په ډول ډول شرطونو وګواښي اوبیا به ېې ویجاړکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button