دولت بيا د سولې په اړه له ګاونډیانو سره خوله خوږوي

د دولت ناسمې کړنې ، بې لارې پاليسۍ او ناسمې ستراتيژۍ ، افغان ولس د اور په لمبو کې وسوزاوه . له يوې خوا په داخل کې د اداري فساد ، پردي کلتور او اربکيانو رامنځ ته کولو له امله د دولت او ولس ترمنځ دومره فاصله پيدا شوې ده ، چې د دواړو ترمنځ نږدېوالی زيات وخت او هڅې غوړاي. د بلې خوا په لوی لاس امريکا او ورسره ملګري هيوادونه غواړي دافغان دولت او ګاونديو هېوادونو ترمنځ ښې اړيکې پاتې شي. خپله په دولتي چارواکو کې دا تومنه نشته چې دامريکا د منفي ټينګار سره سره دخپلو ګاونډيو سره ښې اړيکې وساتي . د افغانستان سوله چې دا مهال دناسمې پاليسۍ له امله ناشونې ښکاري او ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله هم ترې نا اميدي څرګنده کړې ده . دايران ، چين او پاکستان په بپابيا هڅو پېلولو افغان چاوراکو ته اميدواري پيدا کړې او يو ځل بيا غواړي، د تېرو په هير دا جګړه ځپلی هېواد نورله جګړې وژغوري . د خپلو ګاونډيانو سره دسولې لپاره خوله خوږه کړي. د اشرف غني مرستيال وياند ظفر هاشمي په کابل کې مطبوعاتي غونډې ته ويل، چې د ګاونډيانو دسولې دهڅو هرکلی کوي. هرهغه هېواد چې د افغانستان دسولې په اړه هڅې کوي ، د قدر په سترګه ورته ګوري. په دې وروستيو کې د پاکستان دبهرنيو چارو وزیر اعزاز احمد چودري د ايران رسنيو سره په مرکه کې ويلي، چې پاکستان دافغانستان دسولې په اړه همکارۍ ته تيار دی؛ اګر که تېره ورځ اشرف غني په کابل کې په يوه غوغونډه کې وويل، افغانستان دچاسره دسولې په اړه معامله نه کوي. خپله د دې توان لري، چې په خپلو کې سره غونډه اوسوله وکړي. خو بيا هم اوس دګاونډيو هېوادونو د رول په اړه سولې ته اميد واري څرګنده کړه. په اصل کې خپله افغان دولت دسولې د راتلو مخه نيولې ده. دا ډول حالات يې راوستي، چې د ولس او دلت ترمنځ فاضلې د له منځه وړلو زمينه نه برابرېږي. په دولتي چارو کې دپخوانيو اداري فساګر، اربکيانو جوړل، هېوادوالوته دکار او روزګار زمينه نه برابرول ، …. داهغه څه دي چې خپله دولت په هېواد کې دسولې مخه نيولي ده . دولت يو اسلامي او افغاني کلتور سره سم تعليمي نصاب د اروپا د نظر او کلتورسره سم کړ. په هېواد کې يې داسلامي او افغاني کلتور پرځای غربي کلتور ته ځای ورکړ . ځوان نسل يې داسلامي ، اخلاقي او عرفاني زده کړې پرځای دپردو او په ځانګړې توګه اروپايي کلتور سره اشنا کړ . هغه عرفاني او فلسفي روحيه، چې پکار ده ځوان نسل ته ورکړل شي، ځوان نسل يې په غربي بې لاريو چې کاملا داسلام او افغان کلتور سره په ټکر کې ديروږدی کړ. دځوان نسل ذهن يې دعرفاني رڼا په ځای ، دغربي کلتور تورو تيارو سره داسې نږدې کړ ، چې د يوه ځوان په ذهن کې به نور داسلاميت او افغانيت ځای پاتې نشي.
کله که دولتي چاوراکو دخپل ولس سره يادې فاصلې راکمې کړي، د ګاونډيانوسره دښه ګاونډيتوب او ځوان نسل يې رښتينې عرفاني زده کړې ته برابر کړ، بيا به نا امني او بې روزګاري نه ؛ بلکې دسولې لپاره د ولس ملاتړ ترلاسه کړي.



