عباسي: د ډيورنډ پر کرښه د وسله والو پټنځي له منځه وړل شوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۳۰): د پاکستان لومړی وزير شاهد خاقان عباسي وايي، چې د دغه هېواد پوځ د ډيورنډ پر کرښه د وسله والو پټنځي له منځه وړي دي.
نوموړي دغه څرګندونې له نيويارک ټايمز سره په يوه مرکه کې کړي او زياته کړې يې ده، چې اوس مهال په سيمه کې هيڅ پټنځي او وسله وال نشته.
عباسي په دغه مرکه کې ويلي، چې د طالبانو په له منځه وړلو کې د پاکستان د پوځ هيڅ درناوی نه دی شوی او په خبره يې چې (موږ د ترهګرۍ پر ضد د روانې جګړې کارنده ملګري یو).
تر دې مخکې هم پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه، چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې امریکا د هڅو درناوی نه کوي او د هغوی قربانيو ته هيڅ ارزښت نه ورکول کېږي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغان تګلارې د اعلان پر مهال تور پورې کړ، چې پاکستان هم د امريکا ډالر ترلاسه کوي او هم يې په خپله خاوره وسله والو ته پټنځي ورکړي او د هغوی ملاتړ کوي.
خو پاکستاني چارواکو د ولسمشر ټرمپ دغه تورونه رد کړل او ويې ويل، چې دوی د امريکا مرستې نه غواړي، خو درناوی دې يې وکړي.
له هغې وروسته د امريکا او اسلام اباد اړيکې يو څه ترينګلې شوې وې.
خو شاهد خاقان عباسي د ملګرو ملتونو سرمشريزه کې د امريکا مرستيال ولسمشر سره له کتنې وروسته وويل، چې د واشنګټن او اسلام اباد اړيکې په ښه کېدو دي.


