د يمن سره پر پوله څلور سعودي عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۳۰):د يمن سره پر پوله د حوثي شيعه مليشو په سوله وال برید کې د سعودي عربستان څلور عسکر وژل شوي دي.
د سعودي رسمي خبري اژانس ويلي، چې لومړی حوثي شيعه مليشو پر سعودي ځواکونو بريد وکړ، چې وروسته نښته رامنځته شوه.
د سرچينې په وينا، دغه نښته د يمن پر پوله د نجران او جازان په سيمه کې رامنځته شوې ده.
راپور زیاتوي، چې د سعودي عربستان ځواکونو د هېواد په سويلي سيمه کې د شيعه حوثي مليشو پر ضد عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ګڼ شمير وسله والو وژل شوي او يو شمير نور نيول شوي دي.
تېره مياشت هم د نجران په سيمه کې د سعودي ځواکونو او حوثي مليشو تر منځ جګړې وشوې، چې په پايله کې يې اته تنه سعودي عسکر وژل شوي و.
له ۲۰۱۵ م کال له پيل راهيسې سعودي عربستان د يو شمېر عربي هېوادونو په مشرۍ يمن کې د ولسمشر عبدربه منصورهادي په پلوۍ پوځي عمليات پيل کړي دي.



