
ایا طالب ته ترهګر ویل روا دي ؟
لیک : همایون عیسی خېل
په هر عصر کې مجاهدین د دین ساتونکي وي ، مجاهدین د اسلامي هېوادو د سرحداتو ساتونکي وي ، د مسلمانانو د مال ، عزت او ابرو ساتونکي وي ، مجاهدین د مسجدونو او دیني ادارو ساتونکي وي ، که مجاهد نه وي نو کفار به په ډېرې اسانۍ سره د مسلمانانو پر هېوادونو قابض شي ، دین به ختم کړي ، جوماتونه به په میخانو بدل کړي ، مدرسې به په سینماګانو بدلې کړي ، قران کریم به وسوځوي او تشنابو کې به یې ګوزار کړي ، دیني کتابونه به په دریابو کې ګوزار کړي ، نېک بندګان به ژوندې تر خاورو لاندې کړي ، میلي شتمنۍ به چور کړي لکه څنګه چې تاتاریانو، چنګېز خان او شوروي اتحاد ترسره کړل او اوس یې ناټو ، اسراییل ، بودیان او د هغوی ملګري ترسره کوي ،
د قران کریم له ایتونو ، مبارکو احادیثو او فقهي عباراتو څخه داسې جوتیږي چې په اوسني عصر کې د ټولې نړۍ پر مسلمانانو سپېڅلی جهاد فرض عین دی او د کفارو پر خلاف جهادي مبارزه فرض ده .نو هر هغه څوک چې د اشغالګرو صلیبیانو ، فاسدو دولتونو او د هغوی له ملګرو ( معاونینو ) سره مبارزه کوي سپېڅلی مجاهد او له خپل دین او وطن څخه دفاع کونکی شمېرل کیږي او مبارزې ته یې جهاد ویل کیږي هغه که په هر ځای کې او په هرې نامې سره یادیږي .
زمونږ په ګران هېواد کې دغه سپېڅلې فریضه د الله جل جلاله په نصرت او د اولس په کومک په لوړ همت سره طالب پر مخ بیایي او همدغه طالب دی چې د دین د دفاع په خاطر له خپل سر، مال او اولاد څخه تېر دی ، دالله په لاره کې یې هرې سترې او وړې قربانۍ ته لبیک ویلی …… نو دا په زغرده ویلی شو چې طالب د الله جل جلاله د لارې یو سپیڅلی مجاهد دی ، مرګ یې شهادت او ژوند یې د غازي دی ،
کله چې طالب مجاهد دی نو مجاهد ته د اسلام د دښمنانو او د صلیبانو په فتوی ترهګر ، ارهابي او دهشت ګرد ویل ناروا دي ځکه چې د ټولو نه ستر مجاهد زمونږ خوږ پېغمبر صلی الله علیه وسلم دی بیا ورپسې خلفاء راشدین او نور صحابه کرام دي .
که د ناټو او د هغوی د اتحادیانو پر خلاف جهاد کونکو ته ترهګر ویل روا شي بیا خو سپیڅلي لارښود محمد صلی الله علیه وسلم ته ترهګر ویل لازمیږي ( نعوذ بالله من ذلک ) ځکه چې ده ته قائد الاعلی ( ښه قاید ) او نبی الملاحم ( د جنګو والا نبي ) هم ویلی کیږي ، او په اسلام کې لومړی هغه څوک دی چې جهاد یې شروع کړی ، کفار یې وژلي ، بندیان کړي یې دي ، او په خپله د کفارو خلاف په جهاد کې ژور ټپي شوی . همداسې ابوبکر الصدیق ، عمربن الخطاب ، عثمان بن عفان ، علی بن ابي طالب ، حسن ، حسین ، خالد بن ولید ، سعد بن ابي وقاص ، عمرو بن العاص نور ټول صحابه کرام رضوان الله علیهم اجمعین ، همداسې محمد بن قاسم ، طارق بن زیاد ، صلاح الدین ایوبي ، احمدشاه ابدالي ، محمود غزنوي نور داسې ټولو ته ترهګر ویل لازمیږي ، ځکه چې دوی هم د کفارو او دهغوی د اتحادیانو سره جهادونه کړي دي او څوک چې دارنګه خلکو ته ترهګر وایي هغه د اسلام له چوکاټ څخه خارجیږي .
له دې امله ضروري ده چې په طالب پسې بد وونه وایو ، په جهاد کې ورسره ګډون وکړو ، کومک ورسره وکړو ، شتمن وروڼه د زکات نغدې پیسې او صدقې ورکړي او یا د زکات په پیسو ورته ټوپک ، مرمۍ ، جامې ، بوټان ، بسترې او نور سامان واخلي ، ځکه چې نني وضعیت ته په کتو سره بهتره همداده چې مسلمانان باید خپل زکاتونه ، خیراتونه ، او نور کومکونه د طالب سره وکړي ، ترڅو ورباندې صلیبیان او ایمان پلورونکي وځپي ، خپله پاکه خاوره د دوی له نجسو قدمونو څخه پاکه کړي او په هېواد کې مو یو اسلامي قانون نافذ کړي ، تر څو د شهیدانو روحونو ته خوښي وروبښي ، د یتیمانو اوښکې پاکې او پر سر یې د مینې لاس راکش کړي ، د کونډو او بورو زخمي زړونو ته پټۍ شي ، او په هېواد کې مو یوه د سولې امن او امان فضا رامنځته شي . الله جل جلاله دې همداسې وکړي آمین یا رب العالمین .



