په تیرو څو ساعتونو کې په امریکایي ځواکونو درییمه خونړۍ چاودنه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۳۱ فرید افغان)

راپورونه وایي چې وسلوالو طالبانو له ننګرهار او هلمند وروسته په پروان ولایت کې هم د امریکایي ځواکونو یو لوی زغروال ټانګ د ځمکني په په توسط له منځه وړی دی .
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د پیښې په پخلي سره ویلي چې تیره شپه یې د بګرام ولسوالۍ قاضي سیمه کې یو امریکایي ټانک له منځه وړی چې په نتیجه کې یې۴ امریکایي عسکر وژل شوي دي.
امریکایي سفارت او د ایساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د خپلې پالیسۍ تر مخه تراوسه د دریو واړو پیښو په اړه څه ندي ویلي.
د امریکایي ځواکونو له نوې پالیسي سره سم د بهرنیو ځواکونو تلفات به تر هغو پورې مخفي پاتې کیږي ترڅو یې چې اقارب ورباندې خبر شوي نه وي .
امریکایان د دې کار دلیل داښیي چې د بهرنیو ځواکونو د مړو او ټپیانو اعلان د طالبانو مورال پورته کوي چې له امله یې په افغانستان کې میشتو نورو بهرنیو عسکرو ته ګواښ جوړېدای شي.
د طالبانو د خبرپاڼې تر مخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۴ امریکایان وژل شوي دي او ګڼ نور ټپیان دي .
د امریکایي ځواکونو تلفات داسې مهال زور اخلي چې تیره ورځ امریکایي ولسمشر ټرمپ افغان جمهور رئیس اشرف غني ته ډاډ ورکړ چې ښایي راتلونکو ۴ کلونو کې د افغانستان ۸۰ سلنه خاوره د افغان دولت تر حاکمیت او د امریکایي ځواکونو تر پوښښ لاندې راولي.
اشرف غني په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له قربانیو مننه وکړه او ځان یې د هغوی د احسان پوروړی وباله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button