چارواکي: د شیرخان بندر عواید یوځل بیا ټیټې کچې ته رالویدلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲ فرید افغان)

د کندوز ولایت د سوداګرۍ د خونې چارواکي وایي چې د دې ولایت د شیرخان بندر عواید یوځل بیا را لویدلي او په وینا یې چې داځل د تیرو کلونو په خلاف بیخي ټیټې کچې ته رسیدلي.
د کندوز د سوداګرۍ د خونې عامل مدیر مسعود وحدت رسنیو ته ویلي چې تیرو کلونو کې د شیرخان بندر عواید د اوس په پرتله څو برابره ډیر وو.
نوموړی د ادارو تر منځ نه همغږي او د وضع شویو قوانینو نه پلي کول د یادې سوداګریزې انزوا اصلي لامل بللی دی.

وحدت زیاتوي چې د یاد بندر د عوایدو دکمیدلو له وجې افغان سوداګر له زیاتو ستونزو او ناهیلیو سره مخ دي
بلخوا ځینې افغان سوداګر وایي چې که چارواکي پدې هکله کوټلي ګامونه وانخلي د یاد بندر عواید به له یوې مخې په نشت حساب شي.

کندز له تاجکستان سره د ۲۷۰ کېلو متره په اوږدوالي ګډه پوله لري او د یو لوی پله په واسطه چې ٦٧٠ متره اوږدوالى لري، له تاجکستان هېواد سره نښلول شوی او له همدې لارې له افغانستان څخه منځنې او مرکزي آسیا، فارس خلیج او نورو هېوادونو ته سوداګریز توکي صادر او واردېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button