ناټو په افغانستان کې د ۲۰۱۶ز تر پايه خپل ماموريت وغځاوه

کابل ټکی کام ۰۳لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین
د ناټو ۲۱ غړو هېوادونو په یوه غونډه کې پرېکړه وکړه، چې په افغانستان کې به خپل ماموريت د ۲۰۱۶ تر پايه پورې وغځوي.
د دغو ۲۱ هېوادونو دفاع وزيرانو په برلين کې د يوې غونډې پر مهال هوکړه وکړه، چې د ياد کال تر پايه به د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.
په غونډه کې د المان دفاع وزيرې اورسولا وون در لېپن وويل: «دا يو ښه خبر دی، چې موږ په افغانستان کې د امنيتي جوړښت د پياوړتيا لپاره خپل ماموريت ته دوام ورکوو، دا يوه ښه پايله ده، ځکه لا هم ډېر څه شته، چې ترسره شي، موږ به په ۲۰۱۶ز کې هم قاطع ملاتړ ماموريت ته دوام ورکړو».
د افغانستان دفاع وزير معصوم ستانکزي هم په دې غونډه کې برخه لرله او له غونډې وروسته يې خبريالانو ته وويل، چې د افغانستان حکومت لا هم اړ دی، چې د مخالفينو په ځپلو کې يې نړيوال ملاتړ وشي.
په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل په دې غونډه کې د افغان ځواکونو ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې له ډېرې سختې جګړې سره مخ دي.
کېمپبل وویل: «دوی ډیر مقاومت درلود،خو دا د جرمني او د روزنې، مشورې او ملاتړ په ماموریت کې د نورو برخه اخیستونکو او نورو مرسته کونکو هېوادونو له دومداره ملاتړ پرته ممکن نه دی.زه فکر کووم، نننۍ غونډه او هغه ژمنتیا چې ما د میز چاپیره ولیده د افغانستان د ملي یووالي حکومت، د افغانستان خلکو او د افغانستان ځواکونو ته قوي پیغام استوي».
کمپبل د همدې غونډې له لارې به داسې حال کې پر طالبانو د تسليمېدو غږ کړی، چې طالبان د پخوا به پرتله څو چنده پياوړي شوي دي او هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يې ګڼې سيمې په خپله ولکه کې اخيستې دي.



