سعودي عربستان ښځو ته د موټر چلولو جواز ورکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۵): د سعودي پاچا ملک سلمان بن عبدالعزيز د يوه ځانګړي فرمان له مخې په هغه هېواد کې تېره شپه ښځو ته د موټر چلولو د جواز ورکولو اجازه ورکړه.

دا لومړی ځل دی، چې سعودي حکومت له تيرو څو لسيزو وروسته ميرمنو ته د موټرچلونې اجازه ورکوي.

په دغه فرمان کې د مېرمنو د موټر چلونې ګټې او د هغې زيانونه په ګوته شوي او دغه راز په فرمان کې راغلي چې د سعودي عربستان د علماوو ټولنې فتوای ورکړې چې ((شريعت ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړې ده)) او زياته کړې يې ده چې په دې اړه يې په قانون جوړولو کار پيل کړی، د راتلونکې کال له نيمايي وروسته به مېرمنو ته د موټر چلولو اجازه ليکونه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي حکومت څه موده وړاندې په لومړي ځل ښځو ته په جشنونو او عامو محفلونو کې له نارينه وو سره د ګډون اجازه هم ورکړه.

ويل کېږي، چې د سعودي د پاچا ملک سلمان له لوري به يو شمير نور اقتصادي، سياسي او ټولنيز بدلونونه هم راوستل شي.

څو ورځې وړاندي د سعودي د علماو د شورا یوه غړي ښځې په عقل او دین ناقصې وبللې او وې ویل چې له همدې وجې هغه نه شي کولای چې موټر وچلوي، چې له امله یې نوموړی د حکومت له لوري ونیول شو او تر اوسه یې درک نشته.

بايد وويل شي، چې سعودي حکومت په وروستيو څو مياشتو کې د لسګونو مشهورو علماؤ د بندي کولو تر څنګ سلګونه علماء او دعوتګر نيولي او دالړۍ لا هم روانه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button