د امریکا دفاع وزير او ناټو سرمنشي کابل ته راتګ، په هوايي ډګر د طالبانو بريد

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۵): د راپورونو پر اساس د امريکا دفاع وزير جېمزمتس او د ناټو سرمنشي ينس سټولنبرګ کابل ته د رارسېدو پر مهال، په هوايي ډګر طالبانو توغندويي بريد کړی.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو وياند جګتورن بل سالوين د المان خبري اژانس ته ويلي، چې دواړه مشران به د امريکايي قومندانانو، د قاطع ملاتړ له استازو او دغه راز د ولسمشر اشرف غني سره ليدنه وکړي.

نوموړی وايي، د ناټو عمومي منشي به په کابل کې د امريکا په سفارت کې ځانګړې غونډې وکړي او په خبره يې چې له افغان ولسمشر اشرف غني سره يوځای به ګډ مطبوعاتي کنفرانس هم ورکړي.

د امريکا د نوې ستراتيژۍ له اعلان ورورسته دا لومړی سفر دی، چې د ناټو منشي او د امريکا لوړرتبه چارواکی افغانستان ته راځي.

له بله پلوه طالبانو ويلي، چې په کابل هوايي ډګر کې يې د امريکا د دفاع وزير جېمزمېتس په الوتکه توغندي وار کړي، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه ليکي چې (نن دکابل هوایي ډګر په نظامي برخه توغندویز برید وشو. دبرید هدف دامریکا ددفاع وزیر مټيس الوتکه وه، تلفات اوښتي، دښمن وارخطا دی).

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت سرپرست ویاند  نجیب الله دانش  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  توغندی هوايي ډګر ته څیرمه  غورځیدلی دی خو چا ته پکې ځاني زیان ندی اوښتی.

خوې يوې بلې امنيتي سرچينې بيا ويلي، چې توغندی د هوايي ډګر په داخل کې لګېدلي، تلفات يې اړولي دي.

څه موده وړاندې جېمزمېتس ويلي و، چې افغانستان ته به ۳۰۰۰ نور امريکايي ځواکونه ولېږي، ترڅو د طالب وسله والو د پراخېدونکي فعاليت او له افغان دولت څخه د نورو سيمو د نيولو مخه ونيول شي.

اوس مهال په افغانستان کې يوولس زره امريکايي ځواکونه د قاطع ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې فعاليت کوي، چې د افغان ځواکونو په روزنه، سلامشورو بوخت دي، خو وخت ناوخت له طالب وسله والو سره په مخامخ جګړه او شپنيو چاپو کې هم برخه اخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button