آسانه نيکيانې – نولسمه برخه

 دکتور کفايت الله  (وردګ)
 صلاة التسبيح
 
رسول الله صلی الله عليه وسلم    خپل مهربان تره حضرت عباس رضی الله عنه  ته فرمايل :
اې عباسه !  اې زما تره ! زه تاته يوه غوره شى درنه کړم؟  زه تاته يوه د محبت تحفه درنه کړم ؟ زه تاته داسې څه شى درنه کړم چې الله جل جلاله  په هغه سره ستا ټول ګناهونه وبښي له اوله تر آخره ، که پخواني وي که نوي وي ، که په خطا سره درڅخه شوي وي که په قصدا د کړې وي ، که لوى ګناهونه وي که واړه وي ، که په پټه سره د کړي وي که ښکاره وي .
 
·         ته څلور رکعته مونځ وکوه .
·         په هر رکعت کې الحمد لله او سورة وايه .
·         کله چې د سورة وويلو همداسې په ولاړه  ١٥ ځله ووايه :
·         سُبْحَانَ اللهِ وَ الحَمْدُ للهِ وَ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَ اللهُ أَكْبَرُ
·         بيا رکوع وکوه (د سُبْحَانَ رَبي العَظِيْم ويلو نه وروسته) په رکوع کې ١٠ ځله بيا ووايه .
·         بيا چې له رکوع نه پورته شې (د سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَه نه وروسته) ١٠ ځله بيا ووايه .
·         بيا سجده وکوه (د سُبْحَانَ رَبيْ الاعْلى ويلو نه وروسته) ١٠ ځله بيا ووايه
·         بيا له سجدې نه سر را پورته کړه بيا  ١٠ ځله ووايه .
·         بيا سجده وکوه (د سُبْحَانَ رَبيْ الاعْلى ويلو نه وروسته) ١٠ ځله بيا ووايه
·         بيا له سجدې نه سر را پورته کړه بيا  ١٠ ځله بيا ووايه .
·         (بيا دوهم رکعت ته پاڅېږه او په همدې ترتيب باندې دوهم دريم څلورم رکعت هم وکوه د دوهم رکعت التحيات ته چې کېناستې نو د تشهد نه وروسته ١٠ ځله ووايه او بيا دريم رکعت ته پاڅېږه ) نو دا په يوه رکعت کې ٧٥ ځله تسبيح شوه .
 
که ستا ګناهونه لکه د سمندر د ځګ دومره وي او يا لکه د دښتې رېګ دومره وي نو الله جل جلاله  به يې درته و بښي که د کولى شول چې په ورځ کې يې يو ځل وکوې نو ويې کوه که د په ورځ کې ونه کولو نو په هفته کې يې يو ځل وکوه ، که د په هفته کې ونه کولو نو په مياشت کې يې يو ځل وکوه ، که د په مياشت کې ونه کولو نو په کال کې يې يو ځل وکوه او که د په کال کې هم ونه کولو نو په خپل عمر کې يې يو ځل وکوه .  

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button