په افغانستان کې هم ټولپوښتنې ته اړتيا ده

تبصره
په عراق کې درې ورځې د مخه دکوردستان د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه وشوه. د کردانو د ٤٠ کالو مبارزې پايلې د عراق موجوده حکومت او نړې ته څرګندې شوې. د کردانو په ټولپوښتنه کې هغه راز هم رابرسېره شو چې مسلمانان هيڅ وخت د کفري طاقتونو منلو ته تيار نه دي. د دې ټولپوښتنې تر شا به امريکا، چې د عراق د پخواني واکمن صدام پر خلاف یې وسله وال کړي وو، نور اهداف هم لري، خو اوس ترې څرګندېږي چې هر څوک، چې په هر مذهب وي، د بل تر اسارت لاندې ژوند ورته ژوند نه ښکاري چې دا نظر په سيمه کې د امريکا له اهدافو سره سمون نه لري.
امريکا د صدام پر خلاف په ١٩٠٠ اويا کې کردان د خپلې ازادۍ لپاره راپورته او وسله وال کړل. د ترکیې له انجرليک هوايي اډې یې د عراق پر خلاف ټول اکمال کېده. ورسره په څنګ کې امريکا د عراق له سياسي پوهې محروم صدام سره دوه مخې پاليسي خپله کړې وه، له يوې خوا یې ورته کردان وسله وال کول او له بلې خوا یې صدام ته د کردانو پر خلاف کيماوي وسلې ورکړې چې د صدام نظاميانو په حلبچه کې تر ٥٠٠٠ زيات کردان په کيمياوي وسلو ووژل.
امريکا په افغانستان کې هم دوه مخې پاليسې خپله کړې ده؛ د خپل لاس جوړ کړل شوي يا په بله اصطلاح د بن جوړ حکومت سره هم – چې دمخه یې کرزى واکمن ؤ، اوس یې واک اشرف غني ته حکومت دوه برخې کړي دى – دوه مخې پاليسي شړي. په حکومت کې دننه یې ورته دومره ستونزې را ولاړې کړې دي چې لار یې ترې ورکه کړې ده.
امريکا چې د روسانو پر خلاف مجاهدين تر سټینګره وسله وال کړل، په پايله کې یې روسانو ماتې وخوړه، اوس د هغه سټنګر ويشتونکي مجاهدين د اشرف غني حکومت ته د ترهګر په بڼه ورپېژني. د افغانستان مجاهدين يوازې د افغانستان د ازادۍ لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د روسانو له شره خلاصوونکي مجاهدين دي.
موږ دا منو او نړيوالو هم ومنله چې ۹۲ سلنه کردانو د خپلواکۍ لپاره رايه ورکړه، خو د عراق لومړی وزير یې نه مني، بيا په عراق کې ستونزې زياتېږي. د عراق لومړی وزير، حيدرالعبادي وايي، کردان دې د عراق د اساسي قانون له مخې موږ سره خبرې وکړي.
امريکا هم د افغانستان په مسئله کې دوه مخې پاليسي خپله کړې ده؛ له يوې خوا په نړیوالو غونډو کې د افغانستان د مسئلې د سوله ييز حل يادونه کوي او له بلې خوا وايي چې طالب وسله وال دې د افغانستان د اساسي قانون په منلو سره مذاکرات وکړي. چې د امريکا په فرمايش اساسي قانون په افغانستان کې ومنل شي، بيا خو ترې د کردانو مسئله جوړېداي شي، چې د عبادي د وينا له مخې ”خپلواکي يې له منځه وړل کېږي.“
په افغانستان کې ټولپوښتنې ته اړتيا شته. داسې ټولپوښتنه چې په پايله کې به یې يوه بهرني عسکر ته په افغانستان کې د پاتې کېدو پلمه پاتې نه شي. په موجوده حکومت کې چې په ډالرو روږدي او دافغان ولس د غوښتنو پر خلاف یې د جان کيري د حکومت لمن نيولې ده. تر نيمايي زيات اشخاص به له افغانستانه د بهرنيو پوځونو د ایستلو رايه ورکړي.
په افغانستان کې په يوه او بله پلمه يا څلوراړخيزو او درې اړخيزو غونډو د افغان ولس د رايو مطابق حکومت نه شي جوړېدای؛ که په رښتيا سره په افغانستان کې ټولپوښتنه وشي، د خپلې خپلواکۍ لپاره به تر کردانو زياتې رايې ورکړل شي او افغان ولس به د سولې خاوند شي.
که په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ بهرني پوځونه موجود وي، هيڅ وخت سوله نه شي راتلای.
بله دا چې د امريکا لخوا نوي وسله وال به د عراق د موصل او رمادي په څېر په لکونو افغانان ووژني، برمته، زنداني او بې پته به یې کړي. ښه دا ده چې د دا ډول پېښو دمخه په افغانستان کې ټولپوښتنه او د افغان ولس رایو ته درناوې وشي.



