د مرغومي شپږمه؛ د نننیو بدبختیو د پیلامې کرغېړنه ورځ

ډاکټر آصف

څرنګه چې هر کال د مرغومي شپږمه د کرغېړنې تورې ورځې په حیث زمونږ مجاهد ولس غندي، نو لیکوالان هم په دي اړه خپلې لیکنې کوي او خپل رسالت سر ته رسوي. د خلقیانو، پرچمیانو او د هغوی د بادارانو (روسانو) نه بخښونکي جنایات، چې په افغانستان کی یی سرته رسولي، خپل راتلونکې ځوان نسل ته د یادښت او خاطرو په توګه په میراث پرېږدی، څو ځوان نسل مو هم د یرغلګرو د وحشتونو او مجاهد مسلمان ولس له جهاد، سرښندنې او مېړانې ناخبره پاتې نه شي.

تورمخیو کمونستانو د 1357  کال د ثور په ۷مه له مسکو څخه په مستقیمه قومانده پر سردار داود خان کودتا وکړه. په عامه توګه د ثور کودتا د افغان ولس د بربادۍ او وینې تویولو په خاطر په کرغېړنې کودتاه سره یادېږی. کمونستانو چې د روسي څو روبلو په مقابل کی خپله خاوره، وطن، اسلامیت، ناموس او افغان سپېڅلی کلتور وپلوره، یواځې دا نه چې دا بې شرمانه ګام یی پورته کړ، بلکې د هېواد د ځوان نسل څه برخه یې د لېنن او سټالین د نظریې د خپلولو لپاره مسکو ته هم ولېږه.

پر داود خان د کودتاه، چې یوه منحوسه او کرغېړنه کودتاه وه، څو بیلګې دلته مونږ ځکه وړاندې کوو چې د افغانستان په تاریخ کې نورو غلامانو او یرغلګرو دومره افغانان په شهادت نه وو رسولي لکه دې کمونستانو چې د خپلو بادارانو (روسانو) په مستقیمه قومانده خپل هېوادوال، ځوانان، سپین ږیري، ښځې او آن په زانګو کې تنکي ماشومان په شهادت ورسول. افغانان یې په بېلابېلو نومونو سره شهیدان کړل. په نیولو، زنداني کولو او ژوندي تر خاورو لاندې کولو او تري تم کولو یې هم صرفه ونه کړه. همدا لامل و چې د دوی له وحشته د پاکې او سپېڅلې عقیدې افغانان څه د جهاد سنګر ته ووتل او څه د خپل ناموس د خوندې کولو په خاطر نورو هېوادونو ته مهاجر شول.

 په کمونستي نظام کې هغه څه وو چې کاملا د اسلام د مقدس دین له اسلامي لارښوونو او افغاني دود او کلتور سره ښکاره په ټکر کې وو. کمونستانو به چې کوم فرمان صادر کړ، د هغه منل هر افغان ته د ایمان په بدل تمامېده، که یې ترې انکار کاوه نو ژوندی یې تر خاورو لاندې کاوه. د مثال په توګه، د ځمکو وېش چې په تمامه معنی په افغانستان کی دا فرمان کمونستانو عملي نه کړای شو. د کمونستانو د نظام د ناکامي لویه وجه دا وه چې په لومړي سر کې یې د اسلام د مقدس دین پر خلاف خپل کمونستي نظام ته لوړتیا ورکوله. هغه ځمکې چې یې له نورو ځمکه والو قبضه کولې، هغه به یې پر خپلو ګوندي غړو وېشلې. د کمونستانو د باطلي نظریې او نظام بیلګې زیاتې دي. په کلیو او بانډو کې د سواد یا زده کړي په نامه د کمونستي نظریې تدریس کول، د کنسرتونو په نامه ځوان نسل فحشا ته هڅول، ۱۴۰۰۰ افغاني ماشومان یې د زده کړي او تعلیم په خاطر مسکو ته ولېږل، پنځوس زره نجوني یې کمونستي سازمان ته جذب کړې، چې افغانانو په خپل تاریخ کې دا ډول بې شرمي نه وه لیدلې. همدا لامل و چې افغان مېړني او مسلمان ولس د علماء کرامو په فتوا د کمونستانو په مقابل کې په مقدس جهاد لاس پورې کړ.

Советские танки

په هغه سپېڅلي جهاد کې، چې د روسیې توپونو او ټانکونو په مقابل کې یې یواځي په تورو او کوتکونو کمونستانو ته ماتې ورکړه، کمونستان په روسي سپکو او درنو، وسلو سنبال وو، خو افغان ولس د خپلې اسلامي عقیدې او جذبې په لرلو سره په هر سنګر کې کمونستانو ته له شرمه ډکه ماتې ورکوله. که څه هم کمونستانو له خپلو جنایاتو لاس نه اخیست او د هیواد په هره برخه کې به یې مسلمانان په شهادت رسو،ل دا ځکه چې د کمونستانو په واک کې روسي ټانکونه او توپونه وو، خو بیا هم افغان مجاهدین په دوی بریالي وو. خو کمونستانو به د مجاهدینو سره په مقابله کې د پاتې راتلو له امله غچ له ولسي وګړو اخیست. د بیلګې په توګه یې په لنډه توګه د څو وحشتونو یادونه کوو:

  • په کال ۱۳۵۷ کال د حوت په ۲۴مه يې په هرات کی ۲۵۰۰۰ (پنځه ویشت زره) ولسي وګړي په شهادت ورسول.
  • د ۱۳۵۷کال د حوت په ۹مه یې د کونړ په کیرالې کې د هورا د نه ویلو په جرم 2000 (دوه زره) بې ګناه خوار او غریب مسلمانان په شهادت ورسول.
  • په بغلان کې یې 1500 (یو نیم زر) مسلمانان بې له کوم جرمه شهیدان کړل.

په کابل کې د ثور په ۹مه د کابل شریفو ښاریانو پاڅون وکړ او د سوریا او رابعه بلخي لېسو نجونو مظاهرې وکړې چی د سوریا، حبیبې او د رابعه بلخي لیسو ښځینه زده کوونکو  د نارینه غازي لیسو په لورې حرکت وکړ. کله چې د لېسو مخی ته ورسیدې نو خپلې لوپټې یې د هلکانو په سرونو واچولې. همغه وو چې هلکانو کې اسلامي جذبه راوپارېده او د کابل ټول ښار مظاهرو ونیو. بیا کمونستانو له هوا څخه د الوتکو او له ځمکې څخه په ماشینونو د کابل شریف ښاریان په خپلو وینو کی ولمبول او له 10000 (لسو زرو) څخه زیات کابلیان یې شهیدان کړل، چی ډېری یې د سوریا او رابعه بلخي د لېسو زده کونکې نجونې وې. ناهید، سلطانه، آمنه، سلما، حوا، زینب او فاطمه د دې کاروان مخکښي شهیدانې وې.

همدا شان، د حوت په ۳مه، د شپې لخوا د کابل د ښار فضا  د الله اکبر ملکوتی نعرو نیولې وه چې د کمونستانو له خوا په سلګونو شریف ښاریان شهیدان او په زرګونو یی د زندان تورو تنبو ته واچول شول. هغه وخت چی ډاکټر نجیب د خاد رئیس و، د خپلو جنایاتو په دوام به یې د هرې مبارکې جمعې په شپه ۱۰۰ تنه مسلمان زندانیان د څرخي پله له زندانه، په داسې حال کی چې سترګې به یې تړلې وې، د تورو شیشو په موټرو کې د پیلګون دښتې ته رسول او هلته به یې ژوندي تر خاورو لاندې کول. یو ځل ډاکټر نجیب ناروغه و او د څرخي پله له زندان څخه یې د خپل عادت له مخې پیلګون کی سل سل زندانیان ژوندي تر خاورو لاندې نکړای شول، نو په درېیمه جمعه چې زندان ته راغلی، سفاک نجیب د تېرو جمعو په دوه سوو پاتې شویو هم رحم ونکړ. په دې ماښام یې د پاتې شویو په شمول درې سوه افغانان پیلګون کې، چې په ده سبز کې ورته د ژوند یو هدیره ویل کېږی، تر خاورو لاندی کړل.

 ویل کیږي چې ۵۰۰۰۰ (پنځوس زره) افغانان یې هلته ژوندی ښخ کړل. همدا ډول له هرات مزار او له نورو ولایاتو څخه یې په هلیکوپترو کی سپاره کړي زندانان کابل ته رارسول. ځینې به یې په لاره کې له جهازونو غورځول او نیم به یې هم کابل ته نه رارسول. د حضرت صاحب قلعه جواد کورنۍ ۹۹ تنه وژل د کمونستانو لخوا د ستر ناورین په توګه یادولای شو.

کمونستانو به هیڅ وخت دا ډول جنایات نه  وای کړي او نه به یې د افغان مظلوم ولس په وینو دښتې او غرونه سره کړي وای، خو که د وخت د واکمن، سردار داود خان، تېروتنې نه وای کړې. سره له دې چې ځینو خلکو هوښیار سړی باله، اما هغه هوښیار په خپل لستوڼي کی ماران ساتلي وو چې نه یواځي د هغه د کورنۍ بلکی د یو زیات شمېر افغان مسلمان ملت د وژلو او کډه کولو جنایات همدې د لستوڼي مارانو ترسره کړل. که سردار داود خان رښتیا هوښیار او رښتینی مسلمان وای نو په خپل حکومت کی به یې کمونستانو ته لوړ پوستونه نه ورکول، باید دا د دین او وطن دښمنان یې د ساتلو پر ځای له مینځه وړي وای. هغه څه چې د هغه باوري ملګرو په داودخان وکړل، په تاریخ  کې ثبت دي، چی د کورنۍ له ټولو غړیو سره یو ځای یې په ډېر بې رحمانه توګه وواژه.

 زمونږ لرغوني تاریخ که د یرغلګرو وحشتونه یاد ساتلي دي نو د خپلو پلرونو او نیکونو مقاومتونه يې هم ژوندي دي. د مثال په توګه، د افغان مسلمانان ولس جهاد او مقاومت و چې کمونستان یې له ذلت او ماتې سره مخ کړل.

 کله چې په  افغانستان کی د کمونستي نظام ساه په وتو وه نو روسانو پر افغانستان د کمونستي نظریې او نظام د دوام په خاطر مستقیما د جدي په شپږمه د یونیم لک وحشي لښکرو په بدرګه پر افغانستان پوځي یرغل وکړ او ببرک کارمل یې په ټانګ سپور تر ارګه راورساوه. د ۱۳۵۸ کال د جدي شپږم تور ماښام د افغانستان په تاریخ کې هغه کرغېړن ماښام دی چې هیڅکله به د افغانو له ذهن څخه ونه وځي.

 عامه اصطلاح ده: چی په کومه ورځ کومه بده ېښه وشي، په لیکنو کې د هغې بدې پیښې له امله هغه ورځ توره او بده یادیږي. په حقیقت کې زمونږ لپاره ټولې ورځې، اونۍ، میاشتې او کلونه د نیکۍ او سعادت لپاره دي، خو په مروج ډول مونږ په  خپلو لیکنو کی د ثور اومه او د جدي شپږمه ځکه کرغېړنې بولو چې غلامانو او یرغلګرو په دې ورځو کې زمونږ د مسلمان ولس د وینو د بهولو پیل کړی دی. له بده مرغه، د میزان په پنځلمسه د امریکا د یرغل پورې او لا څرګنده نه ده چې تر کومه به زمونږ د مسلمان ولسس دا وینې بهیږي. تر اوسه پورې د دې وینو د بهېدو اصلي عاملین هغه کمونستي پوځي صاحب منصبان دي چې په کمونستي رژیمونو کې یې د افغان مظلوم او بې دفاع ولس په وژلو، له دلګي مشرۍ تر خورد ظابطۍ او بیا تر جنرالۍ رسېدلی دی.

 بدبختانه، هغه د کمونستي رژیمونو ماشیني جنرالان د خپلې قبلې مسکو (سری ماڼۍ) په بدلولو یې او خپل مخونه د واشنګتن سپینی ماڼي ته اړولي دي. څرنګه چې یې د روبلو په مقابل کی خپل سرونه مسکو ته ټیټ کړي وو، اوس یې واشنګټن ته د ډالرو په مقابل کې له هغه زیات تیټ کړی دی. پر افغان ولس د هغو وحشتونو یادونه د امریکایي پوځي په سیوریو کی تازه  کوي کوم چې یې د روسانو تر سیورې لاندې سرته رسولي. تر ټولو خو بده دا ده چې هم هغه کمونستي جنرالان د هیواد په رسنیو او تلویزیوني چینلونو کې په خپلو مرکو کې ځانونه د ولس دوستان او د وطن خواخوږي معرفي کوي، خو ولس پرې ښه پوه دی چې دا همغه روسي غلامان دي چې د مخه یې لاسونه د مسکو په قومانده د ولس په وینو سره وو، نن د امریکا له حکم سره سم همغه ډول جنایات په خپلو شریفو او متدینو افغانانو سرته رسوي.

 که اوس امریکایي پوځي یرغلګر زمونږ ودونه، جنازې، جوماتونه، کورونه او نور مقدسات بمباروي او زمونږ ګران وطنوال شهیدانوي، زمونږ له ذهن څخه د روسي یرغلګرو د یرغل په وخت کې په افغانستان هغه جنایات چې روسانو سرته رسولي له یاده نه وځي.

 په افغانستان کی د روسي یرغلګرو د اشغال ټوله موده 3335  ورځې وه، خو هره ورځ یې په افغانستان کې هغه جنایات سرته رسولي چې اوس امریکایي پوځونه همغه ډول جنایات د خپل پوځي یرغل موخه ګرځوي. روسانو په یاده موده کې دوه میلیونه افغانان شهیدان او په همدومره شمېر یې معیوب او یتیمان کړل. تر لسو میلیونو زیات افغانان یې د خپلو وحشتونو په دوام د خپل وطن کلیو او کورونو پرېښودو ته اړ کړل چې بدبخانه، تر اوسه پورې د روسي او امریکایي یرغلونو له وحشتونو په کډه شوي افغانان خپلو کورونو ته بیرته نشي راګرځېدلای، په پردیو هیوادونو کې هغه ناخوالي ګالي چې د ګاللو او زغملو نه دی.

 مونږ د روسي یرغل د جدي د شپږمې یادونه کوو. خپل ځوان نسل ته یې د تاریخ په توګه د هغوی وحشتونه یادوو! وایو چې په افغانسان کی د کمونستو غلامانو کودتا روسي یرغلګرو ته د افغانسان په پاکه خاوره قدم ایښودلو ته زمینه برابره کړه.

کمونستان، چې د اوسني حکومت په لوړو پوستونو دندې تر سره کوي، که هر څو په رسنیو کې د وطن دوستۍ او افغانیت چیغې او سورې ووهي، دغه تور مخي کمونستان همغه د وطن او افغان ولس دښمنان دي چې تر نن ورځې پورې زمونږ د بدبخیتو سبب ګرځېدلي دي. دا هم باید په ډاګه کړو چې روسانو د خپلې ماتې په وروستۍ ورځ هغه څه له ځان سره یوړل چې دوی ته نه منونکي ښکارېدل. سره د توپونو، الوتکو او ټانکونو، د افغان ولس د ایمان په عقیده سمبال مقاومت په پایله کې هغه روسان چې په خورا غرور د امرو له سیند نه راوړېدلی و، بیرته غاښ ماتي، سرماتي، سرټیټي او په شرمېدلې تیښته وتښتېدل. هغه ورځ لیرې نه ده چې په حکومت کې پاتې شونې کمونست نظامیان او باداران به په هغه شرم هم وشرمېږي چې دوی او پخواني بادارن یې شرمېدلي وو. د مخه به یې په روسي وسلو افغانان شهیدانول خو اوس یې په امریکایي وسلو شهیدانوی. ان شاء الله، د اوسنیو کړو پایله به یې تر پخوا ډېره له شرمه ډکه شي.

 که په موجوده نظام کې د تېرو یرغلګرو په څېر وحشتونه هر څو دوام ولري، د روسي یرغلګرو هغه وحشتونه، چې په ټول هیواد کې یې سر ته رسولي، له مسلمان ولسه نه هیریږی.

 د بیلګې په توګه، په لغمان کې یې په ۱۳۶۲ کال کې دوه زره ۲۰۰۰ ولسي وګړي په یوه ورځ شهیدان کړل. آن، د علي خېلو د قوم د ماشومانو په سینو کې خښې برچې یې همغسې خښې پرېښې وې. د بغلان ولایت د کیلګي په دښته کې مسلمانانو صاحب منصبانو او عسکرو د روسانو خلاف پاڅون وکړ، چې د روسانو لخوا د کیلګیوالو په ګډون 1500 (یو زر او پنځه سوه) افغانان په شهادت ورسول. په لوګر ولایت کې روسانو یو هلیکوپتر ښکته کړ، څه یې چې وکړل هغه هر چا ته معلوم دي، خو لله الحمد، همغه څرخۍ الوتکه د مجاهدینو له جملې څخه د هاشم په نامه یوه مجاهد رانسکوره کړه او د خپل افغاني غیرت غچ یې ترې واخیست.

Советская армия

 روسانو د خپل یرغل په دوران کې د افغانانو په شهید کولو سربېره په افغانستان کې تر شپېته میلیونو زیات ښخ کړي ماینونه پرېښودل. د یوه روسي جنرال په وینا: زمونږ له وتلو وروسته به پنځوس کاله له افغانانو سره زمونږ ماینونه جګړه کوي. مونږ دا حقیقت په خپلو سترګو وینو، دا دی چې نن هم زمونږ په کلیو او بانډو کې پر هغو ماینونو زمونږ ولسي وګړي شهیدانیږي.

مونږ ته دا هم یاد ده چې روسانو د خپل یرغل پر مهال د ۵۵۰۰ کیلو وزن لرونکي سکاډ توغندي، زر کیلو وزني اوراګان او خرواري نیپال بمونو په ورولو سره زمونږ د مسلمان ملت کلي او کورونه له خاورو سره خاورې او په کنډوالو بدل او له کورونو یې جنازی پورته کړې، خو زمونږ د مسلمان ولس سپېڅلی مقاومت یې مات نه کړای شو.

د کمونستی رژیم د بې واکه واکمن، حفیظ الله امین، یوه یادونه اړینه بولو، چې د مجلس په پیل کی یې په مسخرو سره بسم الله … یاده کړه او بیا یې د لمانځه کولو د وقفې په اعلان سره پاڅېدل او د شرابو په څښلو یې پیل وکړ.

همدا راز د کمونستی رژیم ورستي بې واکه واکمن، ډاکټر نجیب، چې د زده کړې په دوران کې د پوهنتون په انګړ کې زمونږ د سپېڅلي کتاب قران کریم سپکاوی کړی دی، د تاریخ پاڼو کې ثبت دی.

که د جدي شپږمې زمونږ هیواد په کنډوالو بدل او په هر کور کې یی میندې په ویر کښېنولی، مونږ سره چې روسانو او د هغوی غلامانو څه وکړل تر هغې بد عکس العملونه یې په خپلو سترګو ولیدل. د معلوماتو له مخې، تر اویا زرو زیات افغانان یې د جګړو او کورونو د تالاشۍ پر مهال ونیول، مسکو ته یې انتقال او د وسلو په کارخانو کې یې شپه ورځ په کار بوخت کړل. روسانو به دغو افغانانو ته ویل چې ستاسې په لاس دغه جوړ شوي کارتوس او وسلو باندې ستاسې پلرونه، میندي او وروڼه وژنو. د همدغو مظلومو افغانانو تر اوسه پورې له مسکو د مرګ او ژوند خبر راونه رسېد.

Вывод советских войск

غچ اخیستل او د افغان مجاهد ولس مقاومت و چې روسان یې له لاندې تاوانونو سره مخ کړل:

 د روسانو ۲۰۸۰ الوتکی تخریب شوې. ۱۷۰۰۰ ټانکونه، ۲۱۰۰۰ نقلیه وسایط یې له مینځه تللي. ۵۰۰۰۰ (پنځوس زره) روسان وژل شوي او په سوونو بې درکه دي. د روسانو د ورځې ۴۵ میلیون ډالر مصرف و چې ۳۳۳۵ ورځي افغانستان کی پاتی شوی.

په پای کی د ګرانو لوستونکو پام دې خبری ته راګرځوو چې دا ننني د جدي د شپږمې عاملین جنرالان هغه بوتلان دي چې پرون یې د روسانو د خوشحالولو لپاره برېتونه لوی کړي وو، د هورا چیغې به یې وهلې. خو کله چې مجاهدینو کابل ونیو، همدغو قهرمانو جنرالانو برېتونه کم کړل، ږیرې یې پرېښودې او پکولونه یې پر سر کړل، د جهاد او اسلام خبرې یې پیل کړې. کله چې طالبانو کابل ونیو، ږیري یې لویې او پګړۍ یې پر سر کړې، د جومات او طالب صفتونه به یی کول. اوس چې امریکایانو پر افغانستان یرغل وکړ، دوی ږیري وخرېیلې، نیکټایي یې په غاړه کړه او د دموکراسي چیغې وهي. که فرضا، سبا سیکان یا هندوان افغانستان ونیسي، دوی به د سیکانو غوندې پګړۍ پر سر او د هندوانو غوندې به په خپلو ټنډو خالونه او په لاسونو کی به بنګړي او کړۍ اچوی. دا د وخت زامن ښه وپېژنئ چې هیڅ دین او مذهب نه لري، دوی د هغې رقاصې په څېر دي چې د هر چا ډول ته نڅیږی.

لعنت پر هغو چې یو دین او یو مذهب نه لري، څوک چی په قدرت کې وي، د هغوی ملګري وي. رحمت دې په هغو خلکو وې چې په حقه او سمه لار مستقیم روان دي او ثابت قدم پاتې کیږي.

اوس لوړه حوصله او د ایمان جذبه د راتلونکو وختونو لپاره د د مجاهد ولس د خلاصون لار ده.

د کړو ظلمونو سربېره، چې یرغلګرو او تورمخو پر مونږ وکړل، د ځینو تش په نامه جهادی مشرانو لخوا کمونستانو ته عامه عفوه اعلانول له افغان ولس سره یو بل ظلم او نه بخښونکی عمل و. همدا وجه ده چې نن په بې واکه حکومت کې د جدي د شپږمې عاملین په لوړو پوستونو پاتې دي.

 که د طالبانو په نظام کې هم کمونستانو سره د اسلامي اصولو پر بنیاد چلند شوی وای، نن به دغه منحوسې څېرې بیا د قدرت په ګدۍ نه کښېناستل. لکه څرنګه چې افغان ولس له تش په نامه مجاهدو مشرانو ګیله لري چې د کمونست رژیمونو پاتی شونو ته یې په حکومت کې د سزا په ځای بخښنه او مکافات ورکړل، همدارنګه دا ګیله طالب مشرانو ته هم راجع ده. طالب نظام کې هم هغه سزا کمونستانو ته ورنکړل شوه کومه چې ورته د خپلو کړنو په مقابل کې لازمه وه. نو ځکه نن بیا د ملت په مینځ کې د قدرت څښتنان دي او سرې سترګې ګرځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button