هلمند: بمبار کې ۲۰ افغان عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن یکشنبه د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په ده آدم خان سیمه کې پر دولتي ځواکونو د بمبار له امله شاوخوا ۲۰ دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند والي حیات الله حیات رسنیو ته ویلي چې بمبار د افغان ځواکونو له لوري د عسکرو، پولیسو او سنګوریانو پر ګډو پوستو په تېروتنه شوی چې له امله یې ۱۱ دولتي عسکر ټپیان او نور ټپیان شوي دي. حیات زیاته کړې چې پر افغان ځواکونو هغه مهال بمبار وشو کله چې سنګوريانو او نورو عسکرو په ګډه هڅه کوله چې په دې سیمه کې د طالبانو جنګي کرښه ماته کړي. د نوموړي په وینا د پیښې په اړه څېړنه روانه ده.

دفاع وزارت هم بمبار تایید کړی خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

بل خوا وسله وال طالبان وايي چې په بمبار کې د سنګوریانو د مهم قومندان، تورجان جګ باور په ګډون ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 سنګوریان د ملي امنیت هغه ځانګړې ډله ده چې د طالبانو په څېر جامې اغوندي او په هلمند ولایت کې له طالبانو سره جګړه کوي.

تر دې پیښې دوه میاشتې وړاندې په همدې ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په بمبار کې د مهمو قومندانانو په ګډون ۱۶ افغان پولیس وژل شوي وو او دوه نور ټپیان شوي وو.

د کارپوهانو په اند، پر خپلو عسکرو بمباریو د افغان هوايي ځواک د روزنې په اړه اندېښنې راپورته کړي چې کېدای شي په راتلونکې کې دا ډول پیښې نورې هم پسې زیاتې شي.

دا لومړی ځل نه دی چې پر افغان ځواکونو د خپلو او یا هم د امریکايي الوتکو له لوري بمبار کېږي، د جګړې له پیل راهیسې لسګونه ځله په بمباریو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سږ کال د افغان او امریکايي ځواکونو په بمباریو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره د تېرو کلونو په پرتله څو چنده زیاته شوې ده. څه موده وړاندې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي و چې د روان ۲۰۱۷ز کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د بهرنیو او افغان ځواکونو په بمباریو کې تر ۵۰۰ زیات ولسي وګړي وژل شوي دي.

د امریکا د نوې ستراتیژۍ له مخې به په افغانستان کې هوايي بریدونه نور هم زیات شي، خو ملګرو ملتونو لا له وړاندې اندېښنه ښودلې چې د هوايي بریدونو زیاتره قربانیان به ولسي وګړي وي.

د یادونې وړ ده، ګډ حکومت د بهرنیو ځواکونو د بمباریو او د دوی په عملیاتو کې ملکي وګړو ته د اوښتو تلفاتو په وړاندې پټه خوله وي او نه شي کولای چې د خپلو خلکو غږ اوچت کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button